امريکا په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر راکموي

دا وخت په عراق کې ۵۲۰۰ امريکايي پوځيان موجود دي. انځور له ارشیفه

امريکا په عراق کې په روانه مياشت کې د خپلو سرتېرو شمېر راکموي.

د امريکا پوځ د سېپټېمبر پر نهمه وویل چې دوی به په روانه میاشت کې په عراق کې د سرتېرو شمېر شاوخوا ۴۰ فیصده پورې چې ۳۰۰۰ جوړېږي راکم کړي. دا وخت په عراق کې ۵۲۰۰ امريکايي پوځيان موجود دي.

په عراق کې د امریکايي ځواکونو موجودګۍ د اسلامي دولت وسلوالې ډلې پرضد د مبارزې په هدف دی او د امريکا په مشرۍ ایتلافي چارواکو وړاندیز کړي چې عراقي ځواکونه اوس پخپله د جګړې کولو توان لري.

د امريکا مرکزي قوماندې مشر مېرين جنرال فرانک مک کينزي د سېپټېمبر پر نهمه وويل چې دوی به د خپلو شرکانو صلاحيت پروګرام پياوړي کولو ته دوام ورکوي چې مقصد يې په عراق کې د دوی پوځي موجودګۍ کمول دي.

د راپورونو ترمخه امريکا په عراق کې د دایمي پوځي موجودګۍ هېڅ پلان نه لري.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت د عراق وزيراعظم وزیر مصطفی ال خادمي سره د یوې غونډې په ترڅ کې وویل چې غواړي چې د پوځيانو شمېر کې ټاکل شوې کمیدل ښه پايلې ولري.

د جنورۍ په میاشت کې د بغداد په هوايي ډګر کې د امريکا هوايي بريد کې د ایران قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني او د عراقي ملیشو مشر ابو مهدي ال مهندیس د وژل کیدو وروسته د واشنګټن او بغداد ترمنځ اړيکې ترينګلي دي.