د بین الافغانې خبرو لومړۍ ناسته

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د قطر پلازمينې دوحه کې نن د خبرو لومړۍ ورځ ده چې له اوږده ځنډه پس کېږي. د روان ۲۰۲۰م کال د فبروري پر ۲۹مه په قطر کې د امريکا او افغان طالبانو ترمنځ د سولې تړون شوی و خو د بنديانو خوشې کولو پر سر د اختلافاتو له وجې بين الافغانې خبري څو ځله وځنډېدې.