په یونان کې د مظاهرو ضد پولیسو د سپټمبر۱۲مه په ليسبوس ټاپو کې پر مظاهره کوونکو کډوالو اوښکې بهوونکی ګېس استعمال کړی دی.
تر دې مخکې دغلته د کډوالو په موريا کمپ کې د اور د لګېدو له امله زرګونه کسان بېکوره شوي وو نو ځکه زرګونو بېسرپناه وګړي پر سړکونو شپې تېروي.
دوی په پرونۍ مظاهره کې د یونان له حکومته د سرپناه غوښتنه کوله.
د یونان حکومت وايي دې خلکو ته نوی کېمپ جوړوي خو پولیس هڅه کوي چې د ليسبوس ټاپو مرکز ته د هغوی د تګ مخنیوی وکړي.
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مو کلونو کې اروپا ته د غیر قانوني کډوالو سېل رامات شو او لېسبوس له ترکیې اروپا ته د هغوی د سفر یوه اساسي لاره او تم ځای دی.