د برتانيا د پارليمان يوې غړې ويلي چې په ايران کې مرستندويه کارکوونکې ایراني الاصله برتانوۍ نازنين زاغري رېټکلېف د مقدمې اورېدنه ځنډېدلې ده.
د پارليمان غړې ټيوليپ صديقي د سپتمبر په ۱۳مه وويل چې دغه خبره ورته د نازنين مېړه کړې ده خو نور معلومات یې نه دې ورکړي.
د ايران حکومت هم په دې اړه څه نه دې ويلي. ۴۱ کلنه نازنين زاغري د تامس رویټرز فاونډيشن سره کار کوي او څلور کاله مخکې په تهران هوايي مېدان کې د کورنۍ د غړو سره تر ملاقات وروسته ونيول شوه.
پر هغې د رژيم خلاف پروپيګنډې کولو او د حکومت د چپه کولو د پلان تور پورې شوی او عدالت ورته په مخکينۍ اورېدنه کې پينځه کاله قید سزا اورولې ده.
د بشري حقونو نړيوالې ادارې ايمنسټي انټرنيشنل دغه مقدمه انتهايي بې انصافه بللې وه.