ټرمپ د اسرایلو او خلیجي هېوادونو د غونډې کوربه دی

ایران، ترکيه او فلسطين پر دې تړونونو خوشاله نه دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د سېپټېمبر پر ۱۵مه په سپينه ماڼۍ کې له اسرايلو سره د متحده عرب امارات او بحرین د اړيکو عادي کولو د تړونونو د لاسليکولو غونډې کوربه وي.

ټرمپ چې غواړي د نومبر په درېيمه کېدونکو انتخاباتو مخکې په منځني ختیځ کې د بهرنۍ پالیسي کامیابي وښايي، دا تړونونه په ريښتيني ډول تاريخي او په منځني ختيځ کې د سولې لپاره پرمختګ بللی دی.

ټرمپ، د اسرايلو وزیراعظم بينيامين نتنياهو او د متحده عرب اماراتو شيخ محمد بن زايد د اسرايلو او عرب اماراتو تړون د اګست پر ۱۳مه اعلان کړی وو.

د بحرېن او اسرايل ترمنځ ورته تړون د سېپټېمبر پر ۱۱مه اعلان شو.

دا لوظنامې د ايران پر ضد يو غيررسمي ايتلاف جوړوي چې د امريکا بهرنيوو چارو وزیر مايک پامپيو يې په اړه ويلي دا کار ښيي چې عرب هېوادونه پوهېږي چې له ايران اسلامي جمهوريت څخه متوجه ګواښ په واقعيتونو ولاړ دی.

ایران، ترکيه او فلسطين پر دې تړونونو خوشاله نه دي.

د ايران بهرنيوو چارو وزارت د اګست پر ۱۴مه ويلي وو چې د متحده عرب اماراتو او اسرايلو ترمنځ تړون په غيرعادلانه ډول د فلسطينيانو او ټولو مسلمانانو په ملا کې د چړې وهل دي.

دوی د بحرين او اسريلو تړون هم له شرمه ډکه پرېکړه بللې چې په وینا یې په تاريخ کې به د يو سپک عمل په توګه يادېږي.