صدارتي اېوارډ مې حق دی خو نه يې راکوي: سندرغاړې وږمه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د "هارون باچا هنري ګړۍ" د دې اوونۍ خپرونې ته مو نوموتې سندرغاړې وږمه مېلمنه کړې وه. دې له يوې اوږدې مودې ناروغۍ وروسته يو وارې بیا سندرې ويل پيل کړي دي. نوموړې په عين وخت کې ګيله منه ده چې د پاکستان حکومت سږکال هم د دې نوم د صدارتي اېوارډ لپاره غوره نه کړ. د وږمې دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.