په نړۍ کې د کورونا وهلیو شمېر ۳۰ میلیونه ته ورسېد

سربیا: په بلغراد کې یو روغتیاپالی له یوې مېرمنې د کورونا وایرس ناورغي کتنې لپاره وینه اخلي، ۲۰۲۰، ۲۶ جون

په نړۍ کې تر سېپټېمبر ۱۷مې د کورونا وایرس ځپلو شمېره له ۳۰ میلیونو واوښته.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په اروپا کې د دې وایرس خپرېدل د ګواښ تر حده زیات شوي.

په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۹۴۶،۳۴۶ ته رسېدلی دی.

په اروپا کې د روغتیا نړیوال سازمان سیمه ییز مشر هانس کلګ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، په روانه میاشت کې په اروپا کې پر کورونا وبا د اخته شویو کسانو شمېره نېږدې پنځو میلیونو ته رسېږي.

نوموړي وايي، دا شمېرې د خطر زنګ مانا ورکوي.

کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کورونا وايرس وبا کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.