د روسیې اپوزیشن سياستوال الېکسي نوالني وايي، صحت يې د ښه کېدو لور ته روان دی خو ډېر وخت به اخلي.
نوموړی وايي، ده ته زهر ورکړل شوي وو.
ناولني د سېپټېمبر پر ۱۹مه په خپله انسټاګرام پاڼه دغه څرګندونې کړي دي.
هغه خپل هغه تصويران هم خپاره کړي چې په برلن روغتون کې پر زینو د کوځېدو پر مهال اخېستل شوي دي. نوموړي تازه پر انسټاګرام لیکلي چې اوس هم په پوړو مشکل سره خېژي.
نوموړی چې د روسیې د ولسمشر سر سخت مخالف ګڼل کېږي په اګست میاشت کې تر بېمارېدو وروسته د برلین روغتون ته د درملنې لپاره ولېږدول شو.
په برلن کې ډاکټرانو ويلي دي چې د ناولني صحت ښه شوی خو معلومه نه ده چې د خطرناکو زهرو اغېز به د نوموړي پر صحت تر کومې موجود وي.
جرمني وايي، په دريو هیوادونو کې د لېبارټريو ټسټونه ښايې چې د درغليو ضد کمپاين کوونکي او په حکومت انتقادکونکي ۴۴ کلن ناوليني ته نووېک اعصابي ايجنټ ورکړل شوی دی.
بلخوا غربي حکومتونه له روسيې پر دې اړه د وضاحت او پلټنو غوښتنه کوي.