په دره ادم خېلو کې دوه کسان د ناموسي وژنې په تور نیول شوي

پولیس وايي، نیول شوي کسان یې عدالت ته وړاندې کړي او اوس ترې پلټڼې روانې دي

د خیبر پښتونخوا د کوهاټ پولیسو د سېپټېمبر پر ۲۲مه د دره ادم خېلو دوه کسان د ناموسي وژنې په تور ونیول.

د سیمې د پولیسو مشر اېس پي اپرېشنز طاهر اقبال د سېپټېمبر پر ۲۲مه یوه خبرپاڼه کې ویلي، څو ورځې وړاندې د دره ادم خېلو یوه نجلۍ چې علیمه نومېده، د خپلوانو لخوا وژل شوې وه. د پولیسو په وینا نجلۍ په خپله خوښه واده کول غوښتل.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه نیول شوي کسان شفیع الرحمان او عبدالقیوم د وژل شوې نجلۍ تره او تربور دي او د هغې پلار شریف الله په رپورټ نیول شوي دي.

پولیس وايي، نیول شوي کسان یې عدالت ته وړاندې کړي او اوس ترې پلټڼې روانې دي.