د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) رهبر نواز شریف د خپل ګوند پر غړو او مشرانو غږ کړی دی چې په راتلونکې کې دې له پوځي او استخباراتي مشرتابه سره و نه ګوري.
نواز شریف دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۴مه مازیګر تر هغې وروسته پر ټوېټر په بیان کې کړې چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار شخصي ټېلېوېژن اې ار وای ته وویل چې د مسلم لیګ (ن) یو مشر او د سیند صوبې پخواني ګورنر محمد زبیر په اګست او سېپټېمبر کې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه سره دوه ځل لیدلي.
محمد زبير وويل چې د شريف په اړه نه بلکې له پوځ مشر سره يې شخصي تعلق پر اساس ملاقات کړي.
پوځ تر دې مخکې ويلي ول چې سياسي جماعتونو بايد پوځ په سياست کې نه دخليوي.
دا خبره د اپوزشن ګوندونو ځېنو مشرانو او وفاقي وزيرانو د پوځ له مشر سره په جي اېچ کيو کې د ملاقات وروسته خپره شوه.
پاکستانیو رسنيو خبر ورکړ چې د پوځ او استخباراتي ادارې له مشرانو له سياستوالانو سره پر امنيتي حالاتو خبري کړي.که پوځ وايي چې په سياسي چارو کې لاسوهنې نه کوي نو بيا له سياستوالانو سره د ملاقاتونو لاعمل څه دي.
د لاهور لمس پوهنتون د سياسي چارو پروفيسر ډاکټر محمد وسيم د سېپټمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې په تېرو دوو کلونو کې د پوځ سياسي چارو کې د مداخلت خبره ټولو ته ښکاره شوی، ټول خبر دی چې په پاکستان کې د ملکيانو او پوځ ترمنځ د واک او اختيار يو کشمکش روان دی.
ده وویل: "د دواړو ګوندونو "مسلم لیګ ن او پيپلز پارټۍ" مشران يې راغوښتل او د ګلکت بلتستان صوبې جوړولو په اړه يې خبرې وکړې. خو تر ټول ګونديزې غونډې وروسته يې دا خبر خپور کړ."
دا هم وګورئ: اسلام اباد های کورټ نواز شريف عدالت ته غوښتیډاکټر وسیم زیاته کړه: "د دې مطلب دا دې چې هغوی"اېسټبليشمنټ" د اپوزشن مشران بې اعتباره ښوول غواړي. دا يې خلکو ته د ښودو هڅه وکړه چې دا خلک اپوزشن مشران دلته پوځي هيډکوارټر ته راغلي ول او بيا د محمد زبير ملاقات خبر هم خپور شو او ولس ته يې دا باور ورکولو کوښښ وکړ چې اپوزشن اين ار او سياسي جوړ جاړي غواړي خو پوځ يې نه ورسره ورکوي."
نوموړي دا هم وویل،"اوس پر هغو مسلو خبري کېږې چې پخوا ورباندې کېدای لکه اصلان اېسټبلشمنټ په هېواد کې واکمن دي."
ده وویل:" نواز شريف دا خبره په داګه وکړه چې ورسره سياسي فضا بيا ګرمه شوه."
ډاکټر محمد وسيم دا هم وويل،" اپوزشن ګوندونو د احتجاج اوږ پروګرام ورکړي او دواړه (حکومت او اپوزشن) نمګړتياوی لري چې ګټه يې اېسټبلشمنټ ته رسېږي."
نوموړي زیاته کړه: "د ولسي استازو او پوځ مشر ترمنځ د ملاقاتونو وروسته د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مشرې او د پخواني وزيراعظم نواز شريف لور مريم نواز ويلي ول چې سياسي فيصلې بايد د پوځي مرکز(جې اېچ کيو) پر ځای په پارلېمان کې وشي."
په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکي حسن خان د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې له پوځي جنرالانو سره د سياسي مشرانو د ملاقاتونو خبره نوی نه ده او نه هم څه بده خبره ده خو د پوځ لخوا د وروستیو ملاقاتونو خبر په ښه نيت نه دي ورکړل شوي.
ده وويل چې پوځ له ډېرې مودې راهیسې په سياسي چارو کې مداخلت او يا يې واکمني کړي.
نوموړي زياته کړه:"موږ دې ته مختلف نومونه ورکړي دي، څوک ورته سيکورټي اېسټبلشمنټ وايي، څوک ورته بااختياره ادارې وايي، خو دا يو حقيقت دي د پاکستان په سياست کې د پوځ مداخلت څه نوی خبره نه ده. دا له ډېر وخته ده. پوځ نيغ په نيغه له ۳۰ کالو زيات پوځي جنرالانو واکمني کړي. دا دومره اسانه نه ده چې په سياست کې د پوځ کردار صفر کړي."
دا هم وګورئ: د مريم نواز پلويانو او پولیسو ترمنځ اخ وډب شویپه اسلام اباد کې خبريال او شنونکې انعام خټک هم ورته نظر لري او وايي چې د پوځ خوښې بغير سياسي حکومتونه نه شي جوړېدای.
نوموړي وايي: " په دې وروستيو کې د يو پخواني پوځي جنرال د شتمنو خبره راغله نو چا پرې نوټس وانخېستو خو پخواني وزيراعظم نواز شريف ته په اقاعه سزا ورکړل شوه. نو له دې ښکاره شوه چې پوځ نه يوازې په سياست کې ملوث دي بلکې د پاکستان سياسي ګوندونو په واک کې راوستو او يا ویستلو ذمه وار پوځ دي."
خو د دفاعي چارو پوه ريټاريرډ ميجر جنرل امجد شعيب د سېپټېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې سياسي ګوندونه په دې خبره پوه ده چې پوځ پر سياسي حکومت اثر لري نو ځکه داسې ملاقاتونه کېږي.
نوموړي وايي:"اپوزشن مشران غواړي د درغليو مقدمې ختمې شي خو د پوځ اثر دومره نه دې چې دا هر څه وکړي ځکه چې وزيراعظم عمران خان يو نکاتي ايجنډې سره راغلي او هغه درغلي ختمول غواړي.
دا هم وګورئ: پاکستان: اپوزیشن ګوندونه ولې د حکومت پر ضد یوه خوله نه دي؟
ده وویل:"پوځ په عمران خان فشار نه شي اچولی چې له خپلې خبرې په شا شي. يوازې وړانديز ورکولای شي. پوځ يوازې له امنيت سره تړلې مسلې هواروي.نواز شريف ته عدالت سزا ورکړي خو تور په پوځ لګوي."
په جې اېچ کيو کې غونډه د سېپټمبر پر ۲۰مه د اپوزېشن ګڼ ګونديزې غونډې مخکې شوې وه.
په دې ګڼ-ګونديزه غونډه کې د اپوزیشن یوشمېر ګوندونو د هېواد په سیاسي چارو کې د اېسټیبلېشمنټ د لاسوهنې درولو او له نوی سره د رڼو انتخاباتو غوښتنه کړې وه.