د هند د کرکټ غوره لیګ - انډین پرېمیر لیک - په لړ کې د سېپټمبر پر ۲۷مه راجستان رایلز او کینګز ایلیون پنجاب لوبډلې سیالي کوي.
دا د روان دې مشهور تجارتي ټورنامنټ نهمه لوبه ده چې د محتحده عرب اماراتو په شارجه کې به ترسره شي.
دا لوبه نن ماښام د پېښور له وخت سره سم ماښام پر اووه بجې پیل شي.
د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا حیدر اباد لوبډلې خپله دوهمه لوبه هم وبایلله.
د کلکته نایټ رایډرز سره په لوبه کې سنرایزرز لومړۍ لوبه توپ وهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د پنځه لوبغاړو په سوزېدو ۱۴۳ منډې هدف وټاکه چې یاد هدف د کلکتې لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوزېدو د سیالۍ په اتلسم اور کې پوره کړ.
دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان چې د حیدر اباد په لوبډله کې لوبیږي دواړو ته د تېرې شپې په لوبه کې چانس ورکړل شوی وو .
محمد نبي یولس منډې وکړې او راشد خان یوه ویکټه ترلاسه کړه.