د چترال د بمبوریت پولیس وایي، په کېلاش کې یو موټر له سړکه یوې کندې ته پرېوتو چې پکې ناست دوه تنه مړه شوي او یو تن ژوبل دی.
پولیسو وايي، ژوبل تن د چترال روغتون ته رسول شوی دی. د دوی په وینا چې د پېښې اغېزمن کسان د بره دیر دي.
په چترال کې د لارو او سړکونو د خراب حالت له کبله زیاتره وخت ټرافیکي پېښې مخې ته راځي.
د سیمې ولس وایي، دوی په څو څو وارې له حکومته د دغو سړکونو سمولو غوښتنه کړې ده خو لا هم پرې کار نه دی پېل شوی.