د ډیموکراسۍ د ملاتړ یو نړیوال سازمان فریډم هاوس وايي، د کویډـ ۱۹ خپراوي د ډیموکراسۍ کړکېچ نور هم ژور کړی.
دا سازمان وايي، کورونا حکومتونو ته پلمه په لاس ورکړې چې انتخابات لغوه او د منتقدانو او رسنیو آواز غلی کړي.
فریډم هاوس دا راپور د اکتوبر په دوهمه نېټه خپور کړ.
فریډم هاوس په خپل وروستي راپور کې وايي چې د کویډ۱۹ ناروغۍ خپرېدو د حفظ الصحې په ګډون د بشري او ټولنیزو حقونو دفاع محدوده کړې.
دا راپور د ۲۰۲۰ز کال د جنوري او سپټمبر میاشتو ترمنځ موده رانغاړي.
فریډم هاوس د دې راپور د چمتو کولو لپاره ۳۹۸ کارپوهان ګومارلي دي څو په بېلابېلو هېوادونو کې د کورونا وبا په ترڅ کې د ډیموکراسۍ څرنګوالی وارزوي.
دې کارپوهانو د جولای له ۲۹ مې د اګست تر ۱۵مې پورې کار وکړ او همداراز آنلاین نظرپوښتنې یې وکړې.
د دوی په نظرپوښتنه کې د نړۍ په ۱۰۵ هېوادونو کې د ډیموکراسۍ وضعیت څېړل شوی دی.
پر دې سربېره فریډم هاوس د چارو د نړیوالو شنونکو یوه شبکه هم برابره کړې ده چې د نړۍ په ۱۹۲ هېوادونو کې یې د ډیموکراسۍ پر وضعیت رڼا اچولې ده.
دا سازمان په خپل راپور کې وايي چې د کویډـ ۱۹ ناروغۍ له پیل راهیسې د نړۍ په اتیا هېوادونو کې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو وضعیت لا خراب شوی او دا بدلون په هغو هېوادونو کې لا ژور دی چې د ډیموکراسۍ پر لور روان دي.
په دې نظرپوښتنه کې د ګډونوالو کارپوهانو د معلوماتو له مخې په هغو هېوادو کې چې په نسبي ډول استبداد په کې دی، ډیموکراسۍ لا سخته ضربه لیدلې ده.
د فریډم هاوس د راپور له مخې په سلو کې ۶۴ کارپوهانو اټکل کړی چې د وګړو پر سیاسي حقونو او مدني ازادیو د کرونا ویروس ناوړه اغېز به په هغو هېوادونو کې چې دوی څېړنې په کې کړي له دریو نیولې تر پنځو کلونو پورې پاتې وي.
هغو کارپوهانو چې د فریډم هاوس په نظرپوښتنه کې یې ګډون کړی، د څلورو مهمو ستونزو یادونه کړې چې لومړۍ د کویډـ ۱۹ په اړه د معلوماتو په شریکولو کې د شفافیت نشتوالی، دوهمه یې فساد، دریمه یې د بېوزلو خلک خوندیتوب او څلورمه یې له دولتي واک څخه ناوړه استفاده ده.
په راپور کې راغلي چې د کرونا وبا د بیان د ازادۍ په شاتګ چټک کړی او لږترلږه په ۹۱ هېوادونو کې د کرونا پرضد د مبارزې په پلمه پر رسنیو محدودیت لګول شوی دی.
د راپور له مخې په ډېری هېوادونو کې حکومتونو داسې نوي قوانین نافذ کړي چې له مخې یې خبریالان د کویډـ ۱۹ ناروغۍ په اړه حتی پوښتنه لا نه شي کولای.
د ازادۍ کور په خپل راپور کې وايي چې د کرونا د وبا خپرېدو ځینو حکومتونو ته دا پلمه هم په لاس ورکړې ده چې پر واک خپله ولکه لا ټینګه کړي او حتی د قضا په چارو کې د دوی دخالت ته یې لاره پرانیستې ده.