شهباز ګیل د اکتوبر پر درېیمه په ټويټر پاڼه په يو ويډيو کې نواز شريف ته غدار ويلي دي خو په دې اړه یې ثبوت نه دی وړاندې کړی.
ده ویلي، "دې [نواز شريف] د مودي [هندي وزيراعظم] شمله اچولې ده. دا غدار دې شملې سره دا پيغام ورکوي چې ستا او زما عزت زيات شوی دی. نن دوي دا خبرې کوي چې زموږ دفاعي ادارې سمې نه دي."
په عین وخت کې د مسلم ليګ نواز غړو د اکتوبر پر درېیمه په لاهور کې د حکومت پرضد لاريون کړی دی.
بلخوا د ګوجراوالې پوليسو د نواز شريف زوم او د مسلم ليګ نواز يو مخکښ محمد صفدر پرضد د رياست خلاف د بغاوت مقدمه درج کړې ده.
د ګوجرانوالې په سيټلايټ ټاون کې درج شوې دې مقدمه کې پر صفدر تور پورې شوی چې د رياستي ادارو خلاف يې له کرکې ډکه وينا کړې ده.
صفدر په هغه وينا کې ويلي وو چې که چیرې مريم نواز ونيول شوه نو د کور کمانډر کور مخکې ته به احتجاجي پرلت وهي.
ده وویل، "که چیرې مريم بي بي ګرفتاره شوه نو موږ به د ګوجرانوالې د کور کمانډر کور بهر ناسته کوو. بيا څوک دا سوچ ونکړي چې موږ به يې وبخښو."
د دې وينا پر اساس د صفدر پرضد د غدارۍ مقدمه درج شوې ده. په پاکستان کې د سياستوالو پرضد د غدارۍ او ترهګرۍ مقدمې درج کولو خبره نوې نه ده.
تر دې مخکې پر ډيرو سياستوالو، فعالانو او خبريالانو د غدارۍ مقدمې درج کړل شوې دي.
په تېرو وختونو کې سياستوالو لکه مخدوم جاويد هاشمي، خواجه اصف، شاعر فيض احمد فيض او پر ۱۹۷۳م کال کې د حيدر اباد سازش مقدمه کې عبدالولي خان، غوث بخش بزنجو، نواب خير بخش مری، سردار عطا الله مينګل او انقلابي شاعر حبيب جالب پرضد هم د غدارۍ مقدمې درج کړل شوې وې.
خو پوښتنه دا ده چې د بغاوت مقدمه څنګه درجېږي او په قانون کې یې په اړه څه راغلي دي؟
قانون پوه شبير حسين ګګياڼي د اکتوبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په ۱۹۹۷م کال کې يو ايکټ (قانون) منظور شوی وو او د هغه د شقونو له مخې بيا د بغاوت او سلامتيا په اړه مقدمې درج کېږي.
د ده په خبره په ايين کې ارټيکل شپږم د سترې غدارۍ دی.
ګګياڼي د ۱۹۹۷م کال د ايکټ په اړه زياته کړه، "دا يو ځانګړی قانون دی او د دې لپاره ځانګړی عدالت وي. په هغې کې داسې شقونه شته چې د پوځ خلاف او يا واقعې داسې خبرې چې د ملک سلامتيا خلاف وي نو پرې د بغاوت مقدمې درج کيداي شي."
خو د ده په وینا، ايين ولس ته دا حق ورکړی دی چې د رايي اظهار وکړي او داسې نده چې يو کس د رايي اظهار وکړي او د هغه خلاف به د بغاوت مقدمه درج کړي.
ده زیاته کړه چې که واقعې يو سړي غدار وي او دوي (ادارو) سره داسې شواهد موجود وي نو د ۱۹۹۷ قانون لاندي پرې غداري او ترهګرۍ مقدمې درج کيداي شي.
نوموړي وويل چې په پاکستان کې اوس هم د بريتانوي راج قوانين کارول کېږي.
ده وویل، "د بېلګې په توګه د عامه نظم ګډوډولو له قانون سره سم سرکار امنيتي ادارو ته وايي دا سړی د حکومت خلاف جلسه جلوس کول غواړي نو هغه دې تر ديرشو ورځو جيل ته وليږي او دا قيد بيا تر ۹۰ ورځو پوري غځيدای هم شي."
د لاهور لمس پوهنتون د سياسياتو څانګې پروفيسر ډاکټر محمد وسيم وايي، د بغاوت مقدمې د فشار اچولو تکنيک دی چې سياسي حکومتونه يې د خپلو مخالفونو پرضد کاروي.
نوموړي د اکتوبر پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د بغاوت مقدمو دوه قسمونه دي، يو څوک چې د رياست خلاف سرګرميانو کې ککړ وي او بل يې سياسي استعمال دی.
ده وويل، "د بغاوت مقدمې اوس زياتي شوې دي. د پخواني وزيراعظم نواز شريف په واکمنۍ کې په ۱۹۹۷ز کال کې [شنونکی او خبريال] نجم سيټي د بغاوت په مقدمه کې نيول شوی وو. څو ورځې مخکې پر [خبريال] ابصار عالم د بغاوت مقدمه وشوه. نو له دې ښکاري چې سياسي فشار ډير زيات شوی دی."
د ډاکټر محمد وسیم په وینا، د دې معنا دا ده چې يو کمزوری ملکي حکومت دی او یو قوي اسټبلشمنټ يې اډانه ده.
ده وویل، "د دې ترڅنګ د اسټبلشمنټ خپل يو سوچ هم دی. که فشار زياتول غواړي نو بيا دا قانون کاروي. د دي ډول [بغاوت] مقدمو جوړولو مقصد سياسي مخالفان د قانون منګولو ته سپارل دي."
ډاکټر وسيم وويل چې په ايين کې د رايي اظهار، د بيان ازادي او نور بشري حقونه موجود دي خو حکومتونه په اساسي قانون کې هغه شقونه زيات کاروي چې پر ولس يا مخالفونو کنټرول وساتي.
د تحريک انصاف حکومت په وار وار پر اپوزېشن په هېواد کې د ګډوډۍ رامنځته کولو تور پورې کړی دی. ان دا چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان خبريال نديم ملک سره د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په مرکه کې د نواز شريف هلې ځلې يو خطرناکه لوبه بللې وه.
خو اپوزشن وايي، د حکومتي ناسمو تګلارو ضد احتجاجي تحريک چلوي.
په تاريخي تناظر کې په پاکستان کې د ستر خيانت مقدمه د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف ضد درج شوې وه او يو ځانګړې عدالت د ۲۰۱۹ز کال په دسمبر مياشت کې مشرف ته د مرګ سزا اورولې وه. خو د ۲۰۲۰ز کال په جنوري مياشت کې لاهور هاي کورټ د مشرف د مرګ سزا منسوخه کړه.