د پاکستان دیني عالمانو په خپله یوه متفقه فېصله کې ویلي، د عدالت بغیر هېڅوک اختیار نه لري چې یوه ډله یا فرد کافر وګرځوي.
اسلامي نظریاتي کونسل تر سوري لاندې د اکتوبر پر شپږمه په اسلام اباد کې د پیغامِ پاکستان کانفرنس پر مهال د ټولو دیني مسلکونو او فرقو مشرانو د شلو نکاتو یو ضابطه اخلاق منظور کړ چې پکې ویل شوي، یو فرد یا ډله دا حق نه لري چې د چا خلاف د کفر فتوا جاري کړي.
د یاد کونسل مشر پروفیسر ډاکټر قبله ایاز د اکتوبر په اوومه د دغې ضابطه اخلاق په هکله مشال راډیو ته وویل چې په دې کې د پاکستان د ایین احترام او په دې د عمل کولو ژمنه شامله ده.
نوموړی د ځینو نورو نکاتو په اړه وايي:"په یو بل به د کفر فتوې نه لګوو. چې کوم د یو بل مقدسات دي، یعنې مقدس شخصیتونه او ادارې دي، په خپلو ویناوو او لیکنو کې به د هغوی سپکاوي نه کوو. په سوشل میډیا او نوره میډیا به د داسې خیالاتو اظهار نه کوو چې د چا لپاره د سپکاوي او خپګان سبب شي. نو د دې ضابطه اخلاق بنیادي مقصد د همکارۍ او ورورولۍ په فضا کې د ژوند کولو لپاره اساس جوړل دي."
دا ضابطه اخلاق د حکومتي چارواکو ترڅنګ د هېواد د څلورو لویو فرقو یا مسلکونو یعنې بریلوي، دیوبندي، شیعه، او اهل حدیث مسلک مشرانو لاسلیک کړ چې پکې د مذهبي همغږۍ چارو لپاره د وزیراعظم سلاکار مولانا طاهر اشرفي هم شامل وو.
نوموړي د اکتوبر پر اوومه مشال راډیو وویل،هیله ده چې له دې اقداماتو سره به په هېواد کې د فرقه ییز تشدد مخنیوی وشي.
نوموړي زیاتوي:"موجوده حکومت د بېلا بېلو فرقو او مذهبونو ترمنځ د همغږۍ لپاره هلې ځلې زیاتې کړي او غواړي چې فرقه ییز اختلافات او سختدریځي ختمه کړي. په دې لړ کې حکومت د دیني عالمانو فعال کردار ته اړتیا لري. نو په پیغامِ پاکستان کانفرنس کې دیني عالمان په متفقه توګه په یو ضابطه اخلاق سلا شول او د حکومت د ملاتړ څرګندونه یې وکړه. اوس به مونږ د مقامي کچې نه نیولې تر مرکز پورې د مذهبي همغږۍ شوراګانې هم جوړوو."
د پیغامِ پاکستان کانفرنس په دې شل نکاتي ضابطه اخلاق کې ویل شوي چې په زور د اسلام نافذولو هر اقدام یعنې د دې لپاره وسله واله مبارزه کول، له تشدده کار اخیستل او په هېواد کې لاقانونیت خپرول به د ریاست خلاف بغاوت ګڼل کېږي.
دا راز په یوه بله نکته کې ویل شوي چې د پاکستان ټول غیر مسلمه وګړي د خپلو مذهبي عقیدو مطابق ژوند کولو او مذهبي رسوماتو جاري ساتلو حق لري.
دا چې په هېواد کې د دې ضابطه اخلاق عملي کېدو څومره امکان دی؟
ډاکټر قبله ایاز وايي چې په دې لړ کې اول د دیني عالمانو متفقه فېصله مهمه وه، د عملي کولو لپاره به یې اوس حکومت ګامونه پورته کوي.
ایاز زیاتوي: " اسلامي نظریاتي کونسل یو قرارداد منظور کړی چې پکې ویل شوي، د پیغامِ پاکستان بیانیې ته دې یو قانوني تحفظ او حیثیت ورکړل شي. نو اوس په حکومتي کچه دا فېصله شوې چې دې ضابطه اخلاق ته به قانوني اساس ورکول کېږي. یعنې دا به قانون جوړولو لپاره پارلېمان ته ځي او چې قانون جوړ شي نو د عملي کولو لپاره به یې لاره هواره شي."
د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل یوه اییني اداره ده چې په ۱۹۶۲ز کال کې جوړه شوې او په مذهبي چارو کې حکومت ته لارښوونه کوي. دا راز د اسلام په رڼا کې د قانون سازۍ لپاره حکومت او پارلېمان ته سپارښتنې او وړاندېزونه هم کوي.