چارسده کې د یوې ماشومې تشددزده مړی موندل شوی

د چارسدې پولیسو د اکتوبر پر اتمه ویلي چې د داودزو تاڼې په حدودو کې یې د یوې ماشومې مړی موندلې چې پر بدن یې د تشدد نښې دي.

د پولیسو ترمخه دغه دوه نیم کلنه ماشومه زینب نومېده او د چارسدې د شېخ کلي سره یې تعلق لرلو. بلخوا د خیبر پښتونخوا وزیراعله محمود خان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د پېښې نوټس یې اخېستې او پولیس چارواکو ته یې امر کړی چې د دغه پېښې پوره پلټنې دې وکړي.

پاکستاني مطبوعات لیکي دغه ماشومه د چارشنبې په ورځ ( پرون) له کوره بهر د لوبو پر وخت لا درکه شوه، او نن یې په پټو کې مړی موندل شوی دې.

د چارسدې د زینب ماشومې د تشدد وروسته وژنې پر ټولنیزو رسنیو هم د خلکو غوسه راپارولې او په پاکستان کې یو ځل بیا په دې اړه بحث پیل شوی دې چې د ماشومانو سره د جنسي تشدد او د دوی د وژنې په اړه قوانین دې عملي کړای شي او ککړو تنانو ته سخې سزاګانې ورکړل شي.

دې نه وړاندې د روان کال د اګست په میاشت کې هم په نوښار ضلع کې یوه ماشومه له جنسي تېري وروسته وژل شوې وه.