د ملګرو ملتونو خوړو ادارې "ورلډ فوډ پروګرام" د ۲۰۲۰ز کال لپاره د نوبیل سولې جایزه ګټلې ده.
دا اعلان اکتوبر پر نهمه په ناروې کې د نوبل کمیټۍ مشر بیریټ ریس انډرسن کړی دی.
کمیټۍ ویلي چې د کورونا وبا په نړۍ کې لوږه لا ډېره کړې ده او باید حکومتونه د ورلډ فوډ پروګرام او نورو مرستندویه ادارو سره د لوږې ختمولو لپاره اړینه مالي مرسته وکړي.
په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې
دا په داسې حال کې ده چې په ټول نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وکبله د مړیو شمېر ۱،۰۶۲،۵۳۳ ته رسېدلی دی.
د کووېډ-۱۹ ارقامو په اړه د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون د ځانګړې ویبپاڼې په وینا، د اکتوبر تر نهمې په نړۍ کې د رسمي مثبتو پېښو شمېر ۳۶ میلیونه ته لوړ شوی دی خو تر ۲۵ میلیونه زيات کسان له ناروغۍ جوړ شوي هم دي.

په نړۍ کې د کورونا وایروس د اخته کسانو شمېر تر ۳۶ میلیونو اوښتی
کورونا وایرس په نړۍ کې تر ټولو زیاته امریکا، ورپسې برازیل او بیا هند ځپلي دي.
د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.
په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.
د خوراک نړیوالې ادارې ویاند په اعلان د خپلې خوشالۍ څرګندونه کړې او دا يې د ویاړ شیبه بللې ده.
د نوبل سولې جایزې ارزښت د سویډن ۱۰ میلیونه کراونه دې چې د دسېمبر پر ۱۰ مه په اوسلو کې ورکول کېږي.