عوامي نیشنل ګوند د اکتوبر پر اتمه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه کلا سېف الله کې یوه جلسه وکړه، چې پکې ښځو هم په زیات شمېر کې ګډون وکړ. د سیمې ښځینه غړې وایي دا یې په سیمه کې یوه داسې سیاسي جلسه وه چې پکې په لومړي وار په دومره شمېر کې ښځو ګډون وکړ.
د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان اسمبلۍ غړې شاهینه کاکړ وایي دا هره ورځ له ښځو سره ویني له دوی سره د خپلو سیمو پر سیاسي مسلو خبرې کوي. نوموړې وایي ډېرې نجونه او ښځې ورته پخپله بلنه ورکوي چې له دوی سره دې خبرې وکړي.
شاهینه کاکړ د کلا سیف الله ضلعې د کاڼ مهترزي ده او د بلوچستان اسمبلۍ د ښځینه غړو پر مخصوصو څوکیو د خپلې سیمې نمایندګي کوي. نوموړې د اتم اکتوبر د خپل ګوند په جلسه کې هم وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې نه یوازې پښتون قام ته په ورپېښو ستونزو بلکې له دې سره سره پر امنیتي او ټولنیزو مسلو هم خبرې وکړې.
د اکتوبر پر نهمه له مشال راډیو سره په خبرو کې شاهینه کاکړ وویل د اتم اکتوبر په جلسه کې یوازې د کلا سېف الله ښځو ګډون وکړ خو نوموړې وایي دوی پلان لري چې په ټولو پښتون مېشتو سیمو کې د دې لپاره کار وکړي چې ښځې دې چې د کوم سیاسي ګوند سره هم تعلق لري باید د هغه ګوند په جلسو او غونډو کې ګډون وکړي.
نوموړې وایي کله چې دې په کلا سېف الله کې خلکو ته د اتم اکتوبر په جلسه کې د ګډون بلنه ورکوله نو ځینو کورنیو به ورته ویل چې په سیاسي جلسو کې د ښځو د ګډون ضرورت نشته خو نوموړې وایي د خبرو وروسته یې کورنۍ پر دې رضا کړې چې باید ښځې دې هم دغه جلسې ته ورشي.
د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړي خان زمان کاکړ د اکتوبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې په ولسي او سیاسي غونډو کې د ښځو د ګډون لپاره لا هم د زیات کار ضرورت دی. نوموړی وایي ښځه یوازې په بندو دېوالونو کې ژوند کولو لپاره نه ده پیدا شوې او په ټولنه کې باید اوس د ښځو لپاره د کور او ګور د خبرې نه بهر فکر وکړای شي.
خان زمان وایي، باچا خان پخوا هم په خپل خدایي خدمتګار تحریک کې د دې لپاره کار کړی چې ښځې دې د ټولنې یوه مهمه برخه وګرځول شي او د دوی اواز دې واورېدل شي. د نوموړي په خبره ګوند یې اوس هم پر دغه خبره یقین ساتي چې د ښځو د ګډون پرته ټولنه پرمختګ نه شي کولای.
عوامي نیشنل ګوند د اکتوبر پر اتمه په کلا سېف الله کې یوه جلسه وکړه چې پکې د ګوند مرکزي مشرانو میا افتخار حسین، امیر حیدر خان هوتي او د دغه ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزي هم ویناګانې وکړې.
دغه جلسې ته د عوامي نیشنل ګوند د ځینو نورو برخو نه هم ښځې ورغلې وې چې پکې د دغه ګوند د خیبر پښتونخوا یوه صوبایي مشره شازیه اورنګزېب هم وه. له مشال راډیو سره په خبرو کې د اکتوبر پر نهمه شازیه اورنګزېب وویل دوی چې په قلا سېف الله کې له څومره ښځینو غړو سره هم ولیدل ټولې د خپلو سیمو پر سیاسي حالاتو پوهه دي، او غواړي چې په سیاسي هلو ځلو کې ګډون وکړي. نوموړې وایي دوی داسې فکر کاو چې ګنې ښځې به د کلا سیف الله په جلسه کې نه وي، خو دغلته د ښځو ګډون حیرانه کړې.
بلخوا د عوامي نیشنل ګوند مرکزي نایب مشره شازیه رزاق مروت چې دا وخت په قله سېف الله کې ده، د اکتوبر پر نهمه یې له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل پښتنې باید د خپلو سیمو په سیاسي هلو ځلو کې برخه ولري، نوموړې وایي دې په کلا سېف الله کې له یو شمېر ښځو سره ولیدل او خوشاله ده چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ښځې هم اوس په سیاسي جلسو او غونډو کې ګډون کوي.
شازیه مروت وایي دې له داسې نجونو سره هم ولیدل چې شپاړسم او اېم فل یې کړی او سیاسي پوهه لري، او دا یې د سیمې د سیاسي پرمختګ لپاره یوه مهمه خبره ګڼي.
کلا سیف الله د ږوب او لورالايي تر منځ پرته سیمه ده، چې ځینې برخې یې له ډیورنډ کرښې سره هم لګېدلې دي. د دغه سیمې بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ غړې شاهینه کاکړ وایي دوی د کلا سېف الله ترڅنګ په نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم اوس په دې کار پیل کړی دی چې ښځې دې په سیاسي پرمختګونو، جلسو او غونډو کې خپل پوره ګډون وکړي.