اذربایجان او ارمینیا ډزبندۍ ته رضا شوي

د بیان تر مخه د دې مقصد د نارګورنو قره باغ پر سر پیل شوی د نښتو لړۍ درول دي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د اکتوبر پر ۱۰مه ویلي چې اذربایجان او ارمینیا پر ډزبندۍ رضا شوي او د سولې پر بنیادي خبرو بحث ته یې زړه ښه کړی دی.

د بیان تر مخې، د دې اقدام مقصد د نارګورنو قره باغ پر سر د ازربایجان او ارمینیا ترمنځ د پیل شویو نښتو ودرول دي.

دا اعلان د اکتوبر پر ۱۰مه سهار مهال تر هغې وروسته مخې ته راغلو چې په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اذربایجان او ارمینیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل او څه نا څه ۱۲ ساعته مذاکرات یې وکړل.

لاوروف وویل چې په ډزبندۍ سره به د بندیانو تبادله ممکن شي او په تېرو دوو اوونیو کې په ناګورنو قره باغ او شاوخوا سیمو کې په نښتو کې د وژل شویو کسانو مړي به هم یو بل ته وسپارل شي.

دغه راز په دې موده کې به دواړه خواوې د شخړې د پرامنه هوارۍ لپاره د سولې جدي خبرې پیل کړي.

په دواړو خواو کې په دې درې لسیزو کې شاوخوا دېرش زره کسان مړه شوي.

د اکتوبر پر نهمه د بهرنیو چارو وزیرانو تر منځ د خبرو اترو له پیل سره سم د اذربایجان ولسمشر الهام عليیف وویل چې ارمینیا ته یې اخري موقع ورکړې چې په پرامنه ډول شخړه حل کړي.

اذربایجان او ارمينیا له ۳۲ کلونو راهیسې د سرحدي سیمې ناګورنو - قره باغ په سر له یو بل سره لانجه لري. په دواړو خواو کې په دې درې لسیزو کې شاوخوا ۳۰,۰۰۰ کسان مړه شوي.

دا سیمه د اذربایجان خاوره بلل کېږي چې پکې اکثر ارمني توکمي اوسي او د ارمنستان له خوا اداره کېږي.