تر رښتوني جمهوریته به مو مبارزه دوام لري: پي ډي اېم

کراچي کې د پي ډي اېم جلسه: ۲۰۲۰، ۱۸ اکتوبر

د پاکستان ډموکراټیک مومنټ یوې سترې غونډې ته د سیاسي مشرانو وینا وه چې د رښتوني جمهوریت تر راوستو به یې مبارزه دوام لري، جاری وي، د دوی په وینا د هېچا خلاف نه دي خو د هغه خلقو خلاف ضرور دي، چې د آئین او قانون پرضد چلند کوي.

د اپوزیشن یولسو ګوندونو اتحاد د خپلو احتجاجي غونډو په لړ کې د پنجاب له ګوجرانولې پس پرون د اکتوبر پر ۱۸مه په کراچۍ کې دوهمه ستره جلسه وکړه.

ازادو رسنیو او سوشل میډیا د دغه جلسې د ګډونوالو شمېر لسګونه زره ښيي، او د دوی په خپرو شویو ویډيوګانې کې د جلسې په میدان کې د پي ډي اېم د هر ګوند جنډۍ رپېږي. د شپی د رڼا انتظام هم شوی او د سټیج مخامخ د ډرون کیمرو په واسطه جوړې شوې ویډیوګانو کې ګڼ ولس ښکاري.

د غدارۍ فیصلې مه اوروه: مریم نواز

د مسلم لیګ ن مرکزي نایب صدرې او د پخواني وزیراعظم نواز شریف لور مریم نواز د اوسني وزیراعظم عمران خان د نوم اخېستو پرته په خپله وینا کې وویل، چې د پېښور چټک بس (بي ار ټي) بیلین ټري څونامي او بې حسابه ګراني په اړه چې کله ((له تا (عمران خانه) پوښتنه وشي، نو ته وایې چې تاسو غداران یاست، موږ ته د غدارۍ فیصلې مه اوروه.))

مریم نواز وویل چې نواز شریف یو کار وکړو، چې د ادارو او کردارونو تر منځ یې کرښه راکاږله.

د کراچۍ په کارساز کې د دې جلسې کوربه توب پاکستان پیپلز ګوند کړی وو. په کارساز کې په کال دوه زره اووم کې پر اتلسم اکتوبر د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو پر هغه قافله بمي چاودنې شوې وې په کومه ورځ بېنظیر بوټو له اوږدي جلاوطنۍ وروستو پاکستان ته راغلې وه. په هغو چاودنو کې تر ۲۰۰ زیات کسان وژل شوي ول. د پیپلز ګوند پلویان له دې ورځې سره یو جذباتي تړون لري ځکه خو یې د پي ډي ایم جلسه په دې ورځ وټاکله چې د هغې پېښې قربانیان هم پکې ولمانځي.

ظلم چې زیات شي نو ختمېږي: بلاول

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم دې جلسې ته وینا وکړه. نوموړي د دیارلس کاله پخوانۍ پېښې ذکر وکړو، وروستو یې په ګرانۍ خبرې وکړې او بیا یې وویل چې د عوامو د اختیار جنګ به په شریکه کوو. د نوموړي وینا وه چې هر هغه تن چې د ظالم خلاف خبره کوي،مرۍ یې بنده ول کیږي، په عدالتونو فشار دی، میډیا یې جرنده کړې، پارلمان کې د خبرو اجازه نشته، مګر: ظلم خو ظلم دی، چې زیات شي نو ختمیږي به هم.

موږ له دړکو نه ډارېږو: مولانا فضل الرحمن

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان په صدارتي وینا کې وویل وویل چې کله سترګو ته باڼه ننوځي، باڼه ویستل لازم وي، همدا شان سیکورټي ادارې لکه د سترګو باڼه دي که بانه سترګو ته ننوځي نو یا خو یې سترګې په اوښکو کې وبهوي او یا هم په زور اېستل کېږي. د نوموړي وینا وه چې پر دوی دباو اچول کېده چې د ده په وینا د درغلیو په نتیجه کې جوړ شوی اوسنی حکومت تسلیم کړي. د نوموړي په ادعا دوی ته ګواښونه ورکړل شوي، لالچ ورکړل شوی خو دوی نه له دې دړکو وډارېدل او او نه د چا لالچ ته په تمه شول.

مولانا فضل الرحمن زیاته کړه چې دوی نن هم په خپله خبره ولاړ دي او په جار یې وایي: ((موږ ته دا ګوډاګی حکومت قبول نه دې، مونږ د اساسی قانون د حفاظت لپاره لګیا یو، اساسي قانون چې کوم جمهوریت ښودلی، د هغه جمهوریت حفاظت لپاره جنګېږو. او چې کومو قوتونو موږ ته د دی حکومت د تسلیمولو ویلي دي، هېڅ امکان نه لري چې موږ تسلیم شو خو په تا به دا خبره منو، چې ته پخپله تسلیم شه، چې له تاسو غلطی شوې، او دا هم ووایې چې موږ معافی غواړو او بیا به داسې غلطۍ نه کوو.))

د جلسي په میدان کې ورغلیو سیاسي کارکونکو به د مقررینو د خبرو ځواب په سیاسي نعرو او چکچکو کولو. د پاکستان زیاتو ټي وي چېنلونو به چې کله د پوځ او نورو حساسو ادارو نومونه په تقریرونو کې اخیستل نو اوازونه به یې خاموشه شو او پر دغه ځایې به یا سازونه او یا سندره شروع شوه، لکه په یوټیوب د دغه چېنلو ریکارډنګ کې ډېرو تقریرونو کې ځای په ځای اوازونه خاموشه یا پرې سندری او سازونه لګیدلي.

پوځ به په سیاست کې لاسوهنه نه کوي: محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم دغه جلسې ته خطاب وکړ او ویل یې چې سیلېکټډ یا کښېنول شوی وزیراعظم خو له اسمانه نه دی راغلی، کومو خلکو چې عمران خان د ایین د حدونو خلاف راوستی دی، هغوی د دې ((ټولې تباهۍ ذمه واره دي. عمران خان یې ذمه وار نه دی.))

نوموړي زیاته کړه چې پاکستان ((موږه ته چا په خیرات کې نه دی راکړی، پاکستان دلته په جلسه کې له ناستو په سلګونو خلکو نه په عمر کې کشر دی او موږه دلته موږ په خپله خوښه اوسېږو دلته هېڅوک هم د بلچا غلام نه دی. نوموړي زیاته کړه چې پي ډي اېم د پاکستان نوی تشکیل غواړي، یو داسې تشکیل چې پوځي او استخباراتي ادارې به د ایین په دایره کې اوسې او په سیاسي چارو کې به لاسوهنه نه کوي. د ولس په زور به د ووټ عزت پرځای کوو.))

هدفي وژنې روانې دي: محسن داوړ

دې جلسې ته د پښتون تحفظ موومنټ یو مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ هم وینا وکړه او په پخوانۍ فاټا او د پښتنو په سیمو کې یې د بې درکه تنانو مقدمه هم د دغه جلسې ګډونوالو ته وړاندې کړه. نوموړي په شمال وزیرستان کې د هدفي وژنو په باب وویل چې دا نن یې د پي ټي اېم د یوه مخکښ تره په هدفي برید کې وواژه.

د ده وینا وه : ((هغو طاقتونو او امرانو چې د سیاسي سوچ او نظریې ختمولو فکر کاوه، هغوی نن په دې خاوره قدم هم نه شي اخېستلای، خو چې کوم سیاسي طاقتونه دوی خاموشه ول غوښتل، هغوی نن هم په خپلو نظریو قایم دي، او ستاسو مخې ته ولاړ دي.))

دا تحریک به کامیابېږي: حیدر هوتي

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي نایب صدر او پخواني اعلا وزیر حیدر هوتي په خپل تقریر کې پر حکومتي وزیرانو غږ وکړو. (د کښېنول شوي حکومت نادان وزیران او مشیران به نن څه وایې؟ دوی خو ویل چې ټولګوندیز کنفرانس به نه کېږي، هغه وشو، بیا یې ویل کنفرانس کې به فیصلی نه کیږي، فیصلې هم وشوې، بیا یې ویل چې د پي ډي اېم تحریک به نه شروع کېږي، خو تحریک شروع شو، بیا یې ویل چې تحریک به ناکامه وي، نن د کراچۍ عوامو لخوا زه ځواب ورکوم چې تحریک کامیابېږي.)

دې جلسې له خلق پرون د ورځې ورغلي ول، ناوخته شروع شوه، او تقریرونه د شپې تر دوو بجو روان ول.

چې ټول غداران یو نو وفادار څوک دئ: اختر مېنګل

د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر سردار اختر مېنګل هم په خپله وینا کې وویل چې، ((موږ، محمود خان او د باچا خان منونکي خو له نولس سوه اوه څلویښتم نه د دې ملک غداران بلل کیږو، زموږ د غدارۍ سرټیفیکیټونو ته خو وینه هم لګېدلي خو تاسو ته په اوسني وخت کې د غدارۍ سرټیفیکیټونه جاري شو، نو زه درته ستړي مه شې وایمه، هر څوک چې د خپل حق غوښتنه کوي، هم دا تور پرې لګي. زموږ جلسو له راغلي خلق او مشران چې دومره په زیات تعداد کې غداران شي، نو وفادار څوک دي؟))

حکومتي دریځ

د کراچۍ په دی جلسه یو وار بیا د وفاقی وزیرانو لخوا د ټویټونو په واسطه د حکومت دریځ وړاندې شو.

وفاقی وزیر اسد عمر لیکي چې ((یولس ګوندیزه ډلې ته کراچۍ ته په راتګ هرکلی، کراچۍ خو دوی نه یادوي، او نه د دوی نه کومه د خیر خبره ملاوېږي چې واورېدل شي، خو زه نو په دی بهانه دوی ته کراچۍ هم وریاده شوه، وریاد به یې کړم چې په دوه زره اتلسم کې څومره ووټونه دوی یولسو واړو ګوندونو اخیستي ول، له هغی زیات تحریک انصاف ځان له اخیستی ول.))

د ساینس وفاقی وزیر فواد چودری بیا په طنز کې لیکلي چې دوو وړو د شپاړسم ګرېډ نوکري په میرټ وانخیستې او دغه دواړه بیا د وزیراعظم د کرسۍ امیدواران دي او د خپلو پلرونو بچکولو هیروګان هم دي.