د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر محسن داوړ د بلوچستان چارواکو له هوايي ډګره بیرته ګرځولی دی.
د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر اختر مېنګل پر دې کار د خپګان شریکولو سره په ټویټر لیکلي چې محسن دواړ له ایرپورټه د وتلو لپاره درول شوی او له مېلمنو سره داسې چلند باید ونشي. نوموړي لیکلي، د دې پېښې غندنه کوي او هیله ده چې حکومت به محسن داوړ ته په جلسه کې د برخې اخیستو اجازه ورکړي.
The officials are telling Mohsin that we can%27t allow you because of security reasons. He responds, that the entire political leadership of Pakistan is safe but it%27s only me who can%27t be allowed due to security reasons? #PDMQuettaJalsa pic.twitter.com/N09YN3PTxn
— Imran Khan (@iopyne) October 24, 2020
محسن داوړ د سېپټمبر پر څلورمه نېټه هم د بلوچستان د یو شمېر ضلعو د دورې کولو لپاره د کوټې هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته نیول شوی و خو چارواکو د هغه نیونه رد کړې وه او ویلي یې ول چې داوړ یې د امنیتي ګواښونو له وجې له ایرپورټه بهر نه وو پرېښی.
ویل کېږي چې محسن داوړ په کوټه کې د اپوزیشن ۱۱ ګوندونو اتحاد پي ډي ایم د اکتوبر پر ۲۵مې غونډه کې د ګډون لپاره روان و. بلخوا د بلوچستان حکومت وايي، د امنیتي ګواښونو له وجې باید پي ډي ایم دا غونډه وځنډوي.