په کوټه کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونو د اتحاد جلسه په کوټه کې روانه ده او سیاستوالان ورته ویناګانې کوي. انتظامیې د امنیت په موخه په سیمه کې انټرنېټ او د موبایل ټېلېفون خدمات بند کړي او زرګونه سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي. اپوزیشن ګوندونو تر دې مخکې په کراچۍ او ګوجراوالې کې هم د حکومت ضد جلسې کړې دي. حکومت وايي، د اپوزیشن مشران له احتسابه د ځان ژغورلو لپاره داسې جلسې کوي. د جلسې تر پیل مخکې زموږ خبریال صمد شبنم ایوب سټیډییم ته ورغلی وو او دا ویډیو یې راستولې.