د پاکستان د اوسنیو ستونزو ذمه وار جنرال باجوه او  جنرال فیض حمید دي: نواز شریف

د کوټې جلسې ته ګڼ خلک ورغلي ول

د پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) مشرانو، سیاستوالانو او پلویانو په کوټه کې د حکومت تګلارو ضد جلسه کړې.

د اکتوبر پر ۲۵مه د اپوزیشن ګوندونو د اېتلاف دې جلسې ته د غورځنګ او د جمیعت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د مسلم لیګ (ن)، پیپلز ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل پارټۍ او نورو ګوندونو مشرانو ویناګانې وکړې.

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د مسلم لیګ نون ډلې رهبر نواز شریف له لندنه په وینا کې وویل چې دوی د پوځ خلاف نه دي بلکې د ده په وینا، ځینې داسې خلک دي چې د ټول پوځ د بدنامۍ سبب دي.

نواز شریف وویل، دی ځکه د خلکو نومونه اخلي چې د ځینو کسانو له کبله د ټول پوځ بدنامي ونه شي.
نواز شریف داسې څرکندونې د اکتوبر پر ۱۶مه په ګوجراواله کې د پاکستان جمهوري تحریک جلسې ته په وینا کې هم کړې وې.

د نوموړي تر هغه وینا وروسته که څه هم پوځ غبرګون نه دی ښودلی خو وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې نواز شریف د پاکستان د دښمنانو بیانیه پر مخ وړي.

عمران خان ویلي وو چې د ده په وینا نواز شریف هڅه کوي چې د خپلو درغلیو پټولو لپاره د ملک ادارې بدنامې کړي.

نواز شریف د کوټې جلسې ته په وینا کې وویل، " زموږ مقابله له عمران خان سره نه بلکې د هغه له راوستونکو سره ده."

نواز شریف په کراچۍ کې د خپل زوم او پخواني‌ کېپټن صفدر د نیول کېدو پېښې ته په اشاره وویل، "د ګراچۍ پېښې زما دا خبره ثابته کړه چې پر دې ریاست بالا یو بل ریاست دی."

کېپټن صفدر د اکتوبر پر ۱۸مه په کراچۍ کې تر شوې جلسه وروسته په داسې حال کې له هوټل څخه نیول شوی وو چې مېرمن مریم نواز هم ورسره وه.

د سیند حکومت ویلي وو چې نیم پوځ ځواک رېنجرز د سیند پولیسو مشر په زور وړی وو او د کېپټن صفدر د نیولو امر یې په جاري کړی وو.

د سیند حکومت او پوځ دواړه په دې اړه بېلې بېلې پلټنې کوي.

نواز شریف د پوځ او پولیسو پر غړو غږ وکړ چې د خپلو سوګندونو له مخې د ملک د ایین احترام وکړي.
نوموړي یو ځل بیا خپله هغه خبره تکرار کړه چې باید د ولس رایې یا ووټ ته احترام وشي.

بلاول بټو زرداري

د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري هم د ویډیو له لارې غونډې ته وینا وکړه او د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت یې نیوکې وکړې.

نوموړي‌ وویل چې دا د بلوچستان په قسمت کې نه ده لیکل شوې چې پر پراخو قدرتي زېرمو لرلو سربېره به یې ولس په غربت کې ژوند کوي.

نوموړي وویل چې په ملک کې د راغلې ګرانۍ سبب د ده په وینا د عمران خان په مشرۍ د حکومت ناکامي ده.

ده وویل، "د پاکستان د دې اوس راوستل شوي حکومت بوج عام ولس پورته کوي‌."

مولانا فضل الرحمان

د پاکستان جمهوري‌ تحریک مشر مولانا فضل الرحمان په خپله وینا کې تور پورې کړ چې عمران خان نه یوازې د ملک اقتصاد په ټپه درولی دی بلکې د ملک بهرنۍ تګلاره یې هم ناکامه کړې ده.

ده وویل چې اوس د چین په څېر تر ټولو نژدې ملګری هم له پاکستانه خفه او لرې شوی دی.

مولانا فضل الرحمان وویل، "موږ د ادارو احترام کوو، خو که ادارې د جعلي حکومتونو تر شا ولاړ وي نو بیا موږ دا حق لرو چې ګیله او احتجاج وکړو."

ده وویل چې له لومړۍ ورځې یې د عمران خان په مشرۍ حکومت نه دی تسلیم کړی او اوس یې هم نه مني.

محمود خان اڅکزي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي جلسې ته په وینا کې وویل چې د پاکستان له جوړېدو راهسې چې هر چا په ملک کې د خپل حق او جمهوریت خبره کړې ده هغه ځورول شوی دی.

ده وویل، "موږ پر دې مه مجبوره کوی چې په ملک کې له انتخاباتو انکار وکړو. موږ پاکستان یو داسې فیډرېشن جوړول غواړو چې د طاقت سرچشمه پکې پارلمان وي."

محمود خان اڅکزي وویل، له افغانستان سره پر پوله لګول شوي اغزن تار د ولس ژوند او اقتصاد په ټپه درلودی دی.

ده وویل چې شاوخوا ۸۰ زره کسان به له چمن څخه بولدک ته د کار لپاره تله او راتله خو اوس دوي ورته دا تار لګولی دی.

ده زیاته کړه، "موږ پر دې مه مجبوره کوی چې د دواړو خواوو پښتنو ته ووایو چې دا تار له بېخه وباسی او چې چېری یې غورځوی هلته یې وغورځوی."

مریم نواز

د مسلم لیګ نون ډلې مرستیالې مشرې مریم نواز جلسې ته په وینا کې د نور څه تر څنګ په بلوچستان کې د بشري حقونو په اړه خبرې وکړې.

نوموړې وویل، "ماته معلومه ده چې دلته هر وخت خلک پورته کېږي او بیا یې خراب کړل شوي مړي غورځول کېږي او یا د همېشه لپاره پسې ورکېږي."

بلوڅ ملتپال د خپلو ورک کړل شوو شمېر په زرګونه یادوي‌او تور یې د پاکستان پر امنیتي او جاسوسي ادارو پورې کوي کوم چې هغوي په وار وار رد کړی دی.

مریم نواز د خلکو پورته کوونکو ته په اشاره وویل، "یو څه له خدایه وېره وکړی ځکه چې ستاسو به هم ښايي بچي وي. له خپلو خلکو سره داسې چلند مه کوی."

دې وویل، پر ریاست د پاسه ریاست مه جوړوی ، جعلي حکومتونه مه جوړوی او د خلکو ووټونه مه غلا کوی.

امیر حېدر هوتي

د عوامي نشنل ګوند مرکزي مرستیال مشر امیر حېدر هوتي‌ جلسې ته په وینا کې وویل چې نه عمران خان (د وزیراعظم په توګه) نه مني‌ او نه یې پرېږدي.

ده وویل چې دا پیغام یې د ده په وینا ، د عمران خان لپاره هم دی او د هغه د راوستونکو لپاره هم دی.

امیر حېدر هوتي وویل چې ورک کړل شوي خلک دې پیدا کړل شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

ده زیاته کړه چې پاکستان جمهوري تحریک به د بلوچستان، سیند ، پښتونخوا له ټول پاکستان د ولس د حق خبره کوي.

ده چې له هند سره د پاکستان پر تجارت اعتراض نه کوي خو دا پوښتنه کوي چې له افغانستان سره ولې د چمن او تورخم په ګډون ټولې لارې تړلې دي؟

سردار اختر جان مېنګل

د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې مشر او د بلوچستان پخواني وزیراعلا سردار اختر جان مېنګل په خپله وینا کې زیاتره خبرې د بلوڅ مېشتو سیمو پر امنیتي حالت او هلته له بشري حقونو د سرغړونو په اړه وکړې.

سردار اختر مېنګل وویل ، دوي غوښتنه کوي چې ورک کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

نوموړي وویل چې د پاکستان امنیتي او جاسوسي ادارې باید له سیاسته لاس واخلي او سیاست سیاستوالو ته پرېږدي.

ده وویل، محسن داوړ په قومي اسمبلۍ کې ، په کراچۍ کې ، په پنجاب کې او خیبر پښتونخوا کې ویناوې کولای شي نو بلوچستان ته ولې نشي داخلېدای؟

نوموړي‌ مرکزي او صوبايي‌ حکومتونه وګواښل چې که یې د پاکستان جمهوري تحریک مشران ونیول نو ولس به جېلونه ډک کړي او د ده په وینا اوسني واکمن به له خلکو په خپل کور کې د پټېدو ځای ونلري.

ډاکټر عبدالمالک بلوڅ

د نشنل ګوند مشر او د بلوچستان پخواني وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک وویل چې د پاکستان جمهوري تحریک هدف د جاسوسي ادارو له سیاست لرې کول او د ملک مطبوعات ازادول دي.

ډاکټر مالک بلوڅ وویل چې په بلوچستان کې د پخواني جنرال پرویز مشرف له کبله یاغیتوب زیات شوی وو او صوبه اوس هم د هغه په اور کې سوځي.

ده وویل چې د بلوچستان خلکو ته د پاکستان په بهرنیو سفارتونو کې ځکه نوکرۍ نه ورکول کېږي چې هغوي د ده په وینا له لومړۍ ورځې غداران بلل کېږي.

نوموړي دا هم وویل چې د بلوچستان خلک چې نورو صوبو ته په مزدوریو پسې لاړ شي نو هسې بې هسې ځورول کېږي.

افتاب احمد خان شېرپاو

د قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شېرپاو وویل حکومتونه داسې نه چلېږي لکه څنګه چې یې د ده په وینا عمران خان چلوي.

افتاب شېرپاو په بلوچستان کې د خلکو د ورکېدو ، پر امنیتي پوستو د خلکو د ځورول کېدو د غندنې تر څنګ د محسن داوړ د نیولو او له صوبې د اېستلو غندنه هم وکړه.

ده وویل په ۱۸م بدلون کې چې صوبو ته کوم واک صوبو ته ورکړل شوی وو اوس مرکز د هغه بیرته اخیستلو ته پلټمې لټوي.

قراردادونه

د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري او د پاکستان جمهوري تحریک ویاند میا افتخار حسېن د جلسي قراردادونه وړاندې کړل.

میا افتخار حسېن وویل چې پاکستان جمهوري تحریک د بلوچستان صورتحال ته اندېښمن دی.
ده وویل چې د عوامي نشنل ګوند د مخکښ اسد اڅکزي په ګډون دې ورک کړل شوي ټول کسان زر تر زره خوشي کړل شي.

نوموړي وویل، د کوټې دا جلسه په بلوچستان کې د ایف سي ځواک پر پوستو له ولس سره د ناوړه چلند غندنه کوي او غوښتنه کوي چې دا پوستې دې ختم کړل شي.

میا افتخار حسېن زیاته کړه چې پي ډي ایم د سیند او بلوچستان پر جزیرو د وفاق د واک مخالفت کوي.

نوموړي په یو بل قرارداد کې وویل چې تحریک به د صوبو د خپلواکي ، د قامونو برابرۍ او د ۱۸مم بدلون دفاع کوي.

پي ډي ایم او حکومت

د پاکستان اپوزېشن ګوندونو د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د یو غونډې په ترڅ کې د پاکستان جمهوري تحریک په نامه د حکومت ضد غورځنګ جوړ کړی وو.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل ګوندونه تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی.

د دوي په وینا دا درغلۍ پوځ کړې وې او دوي د عمران خان حکومت نه مني او په ملک کې له سره شفاف انتخابات غواړي.

خو وزیراعظم عمران خان او پوځ دواړه د اپوزېشن تورونه ردوي او وايي چې پوځ په سیاست کې ښکېل نه دی.