د نومبر پر دریمه د امریکا صدراتي انتخابات کېدونکي دي. تېر ځل د امریکا صدارتي انتخابات په ۲۰۱۶م کال کې شوي وو.
د امریکا له ایین سره سم د ولسمشرۍ د واک دوره څلور کاله وي او یو تن په دریم ځل ولسمشریزو انتخاباتو ته نه شي درېدای.
په امریکا کې د انتخاباتو پروسه له دې پیلیږي چې د ګوندونو لخوا د ولسمشریزو ټاکنو رسمي کاندید به څوک جوړیږي؟
په دغه هیواد کې دوه مهم ګوندونه ډیمو کریټ او ریپبلکن دي. چې کوم امیداوار ته په خپلې پارټۍ کې زیات ملاتړ حاصل شي، هغه د ولسمشریزو انتخاباتو رسمي کاندید شي. اول د ګوند دننه د امیدوارانو تر منځ سیالي کېږي چې دوی د ځان لپاره کمپاین کوي. په امریکا کې رسمي کاندید باید اول د پرایمري یا کاکس انتخاباتو کې بریا حاصله کړي.
پرایمري او کاکس هم له یو بل نه فرق لري. په ځینو ریاستونو کې پرایمري انتخابات کیږي او په ځینو کې کاکس وي. په کاکس کې د دواړو ګوندونو استازي له یو بل سره بحث او خبرې اترې کوي. په دې کې د ګوند د نوماند د ملاتر لپاره له یوه بل سره مشوره او سلا کېږي. په پرایمري کې د ولایتونو اوسېدونکي د ګوندونو استازو ته ووټ ورکوي. بیا چې کوم نوماند زیات استازي ولري، د هغه ولایت ټول استازي د ګټونکي نوماند ملګري کېږي.
له دې وروسته د ګوندونو د امیدوار رسمي اعلان په غټو غونډو یا کنونشن کې کیږي. له کنونشن وروسته د دواړو ولسمشریزو انتخاباتو امیدوارنو تر منځ سیالي کیږي. هر امیدوار ځان ته کمپاین چلوي. په دغه انتخاباتي کمپاین کې دوی د خپلې ایجنډې سره راځي او ولس ته وايي چې څه څه کارونه به کوي؟
د روان کال انتخابات په داسې حال کې کېږي چې په امریکا کې د کورونا وایرس وبا خپره ده، اقتصادي بحران دی او د توکمپالنې پر سر په ولس کې ناقراري ده.
د ۲۰۲۰م کال په انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوند کاندید د امریکا اوسمهالی ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د ډیموکریټ ګوند جوبایډین له یو بل سره سیالي کوي. دا دواړه د خپلو ګوندونو رسمي کاندیدان دي چې انتخاباتو ته ولاړ دي. دا ځل د دواړو ګوندونو قامي کنوینسونونه په اګست کې په مجازي (Virtual) بڼه وشوې.
جوزف بایډن د پخواني ولسمشر براک اوباما په دور حکومت کې اته کاله د هغه مرستیال ولسمشر پاتې شوی دی. په پرایمري انتخاباتو کې په ډیموکریټ ګوند کې دننه د بایډن په مقابله کې ۱۱ نور کاندیدان وو چې روان کال یې تر منځ سیالي وه. د ریپبلکن ګوند پرایمري انتخابات هم وو. خو اکثره چې کله موجوده ولسمشر امیدوارۍ ته بیا ولاړیږي نو د ګوند ملاتړ ورته حاصل وي. ډونلډ ټرمپ په دغو انتخاباتو کې له کوم سخت چیلنج سره نه و مخامخ.
د خپلو ګوندونو په کنونشن کې ډونلډ ټرمپ د مرستیال ولسمشر لپاره د مایک پینس نوم غوره کړ او جوزف بایډن د کلیفورنیا نه د امریکا سېنېټره کملا هیریس د ناېب صدرې په توګه غوره کړه.
د کمپاین دله ختمېدو پ وروسته د نومبر د اولنۍ شورو او یا د نهې پر ورځ ولسمشریز انتخابات کېږي.
په امریکا کې انتخابات د نورو هیوادونو پرتله په جدا طریقه کېږي. په دې کې فرق د الیکټورل کالج وي. په امریکا کې د ولایتونو اوسېدونکي د خپلې خوښې امیداور ته نېغ په نېغه رایه نه شي ورکولی بلکې ملګرو یا استازیو ته یې ووټ ورکوي، دې ته پاپولر ووټ ویل کیږي. د کامیابو استازو ډلې ته الیکټورل کالج ویل کېږي. په امریکا کې د ولسمشر انتخاب د پاپولر ووټ په بنیاد نه بلکې د الیکټورل کالج له لارې کیږي. دا ممکن وي چې یو کاندید په پاپولر ووټ کې خو و ګټي خو په الیکټورل کالج کې بریا حاصله نه کړل شي. یا بیا ولسي رایو کې کامیاب نه وي خو الیکټورل کالج ووټ کې کامیاب شي.
د ۲۰۱۶م په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن په پاپولر ووټ کې له ډونلډ ټرمپ نه نږدې دري ميليونه زياتي رايي ګټلي وي. خو ولسمشر ټرمپ ۳۰۴ او کلنټن ۲۲۷ اليکټرول ووټونه حاصل کړي ول.
الیکټورل کالج د امریکا په ۵۰ ریاستونو او په مرکز واشنګټن ډي سي یا ډسټریکټ اف کولمبیا مشتمل وي. د هر ریاست د الیکټورل کالج د غړو شمیر د کانګرس د غړیو شمېر هومره وي. یاني د دغه ریاست د سېنېټرانو او د ایوان نمایندګان د غړو شمېرو سره سم وي. په امریکا کې له هر ریاسته دوه سېنېټران وي چې دا شان د ټولو سېنېټرانو شمېر ۱۰۰ جوږېږي.
د امریکا د استازو جرګې یا House of Representatives د غړیو شمیر ۴۳۵ وي او دا د هر ریاست لپاره د ابادۍ په بنیاد وي. په الیکټورل کالج کې د واشنګټن ډي سي غړي هم وي.
روان کال د الیکټورل کالج ۵۳۸ غړيو یا الیکټرز د رایو په بنیاد به د امريکا راتلونکی ولسمشر ټاکل کیږي. کله چې خلک د الیکټورل کالج غړي منتخب کړي نو دوی بیا ولسمشر او مرستیال ولسمشر منتخبوي. د الیکټورل کالج هر غړی یو ووټ اچوي، دغې عمل ته الیکټورل ووټونه وایي.
الېکټورل کالج په جنورۍ کې د ولسمشر رسماً اعلان کوي.
په امریکا کې په ځينو ریاستونو کې رای د نورو پرتله ډېرې مهمې بلل کیږي. امیدواران په هغو ریاستونو کې د ګټلو لپاره ډېرې هلې ځلې کوي چې پکې د الیکټورل کالج زیات غړي یا اليکټرز وي.
ځیني رياستونه په ضمانت سره ځانګړې ګوند ته رايي ورکوي. مثلاً الاسکا ریپبلکن او کېلېفورنيا ډیموکراټانو ته ووټ ورکوي.
خو بیا "سوینګ رياستونه" هم وي. دا هغه ریاستونه وي چې يو ګوند هم په یقین سره نه شي ويلې چې له دې رياسته به ووټ ترلاسه کړي که نه . زیاتره وخت میشيګن، فلوریډا، وسکونسن، پینسلوینیا، شمالي کیرولاینا، او ایریزونا هغه شپږ ریاستونه دي چې سوینګ سټیټس بلل کیږي چې د امیدوار د کامیابۍ یا د ناکامۍ باعث جوړېږي. د دغو شپږو ریاستونو د الیکټرز شمېر 101 جوړېږي.
د امریکا له ولسمشریزو انتخاباتو وروسته به امریکایان د ریاستي او ځايي مشرانو، د سېنېټ په درو کې یوې برخې ته او د ایوان نمایندګان ټولو څوکیو لپاره ووټونه ورکوي. د امریکا د استازیو جرګه یا ایوان نمایندګان کې دا وخت ډیموکریټ ګوند په اکثریت کې دی او ریپبلګن ګوند په سینیټ کې اکثریت لري. خو دا بدلیدای هم شي.