د خیبر پښتونخوا حکومت د کورونا وایرس وبا دویمې څپې ته په کتو په بازارونو او تفریحي ځایونو کې د محدودیتونو اعلان کړی دی.
د نومبر پر پینځمه، په پېښور کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ مخنیوي لپاره د حکومتي ډلې (ټاسک فورس) تر غونډې وروسته د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګښ خبري غونډې ته وویل، صوبايي حکومت پرېکړه کړې چې د وایرس مخنیوي لپاره به بازارونه او د ودونو تالارونه شپې ۱۰ بجې او تفریحي پارکونه به ماښام شپږ بجې تړل کېږي.
ده زیاته کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په صوبه کې د کورونا وایرس ناروغۍ ۱۳۳ نوې پېښې ثبت شوې دي او د کووېډ-۱۹ له وجې درې نور کسان مړه شوي.
خبري غونډې ته د روغتیا صوبايي وزیر تیمور سلیم جګړا وویل، حکومت نه غواړي چې اقتصاد او کاروبارونه اغېزمن کړي نو ځکه بشپړ ټولبند نه لګوي.
تر دې مخکې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د ټولبند نه لګولو ویلي ول.
د پاکستان حکومت د مارچ په نیمايي کې د کورونا وایرس وبا کنټرول په موخه ټولبند لګولی وو چې د مې له میاشتې یې په پړاوونو کې نرم کړ او د اګست تر ۱۰مې پورې ټول کاروبارونه بیا پرانیستل شول.
حکومت د سېپټېمبر له ۱۵مې څخه ټولې تعلیمي ادارې هم بیا پرانیستې.
د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼه وايي، د نومبر تر پېنځمې په هغه هېواد کې ناروغۍ تر ۶،۸۹۰ زیات کسان مړه کړي دي.
ووبپاڼه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۱،۳۰۲ نویو پېښو ثبت خبر ورکوي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس د رسمي مثبتو پېښو مجموعي شمېر ۳۳۸،۸۷۵ دی چې ورڅخه یې ۳۱۶،۶۶۵ کسان له ناروغۍ رغېدلي دي.
په پاکستان کې د اکتوبر له نیمايي راهیسې د کورونا وایرس پېښې په داسې حال کې په زیاتېدو دي چې په اروپايي هېوادونو کې د وبا دویمې څپې له وجې یو شمېر محدودیتونه او په ځینو هېوادونو کې ټولبند عملي دي.