د سعودي د ټولنیز پرمختګ وزارت د نومبر پر څلورمه وویل چې دا بدلونونه به د راتلونکي ۲۰۲۱م کال د مارچ له ۱۴مې عملي شي.
د یاد وزارت مرستیال وزیر سطام الحربي بلومبرګ نیوز ته ویلي چې په کفاله نظام کې به د شوي بدلون له مخې نور بهرني کارګران د کار بدلولو ، سفر کولو او یا هم په رخصتیو تلو لپاره د کفیل اجازت ته اړتیا نه لري.
نوموړي ویلي چې له بدلون سره سم به نور کار ته د نه حاضرېدونکو کارګرانو خلاف داسې رپورټ نه درجېږي چې ګواکې دوي تښتېدلي دي.
د ده په وینا داسې رپورټ چې د چا خلاف درج شي نو هغه سړی د قانون له مخې مجرم ګرځي چې د سزا کېدو او یا هم له سعودي عرب څخه د اېستل کېدو خطر ته مخامخ کېدای شي.
سطام الحربي ویلي چې دا واړه نه بلکې لوی بدلونونه دي.
خو په سعودي عرب کې مېشت قانون پوه نثار احمد عمرخېل وايي دا بدلونه پر عامو بهرنیو کارګرانو نه بلکې یوازې پر هغو عملي کېږي چې له حکومت سره په ثبت شویو کمپنیو او پروژو کې کار کوي.
ده وویل، " په سعودي عرب کې دوه ډوله بهرني کارګران دي، یو هغه دي چې سعودي وګړو د خپل شخصي خدمت لپاره ساتلي دي ، لکه د شخصي موټر چلوونکي یا په کور کې کارکوونکي. زیاتره بهرنیو کارګرانو چې له کمپنیو او پروژو سره به یې کار کاوی، هغوي له ټیکس څخه د ځان ساتلو لپاره له سعودي وګړو سره شخصي دندې پیل کړې دي. نو دا قانون پر هغوي نه بلکې یوازې پر هغو عملي کېږي چې له کمپنیو او پروژو سره کار کوي."
نثار احمد عمرخېل وویل چې نوی قانون هم دې بهرنیو کارګرانو ته په پوره توګه د کار بدلولو اجازه نه ورکوي بلکې د تړون له مخې به یو کال کار کوي او له هغه وروسته بیا کولای شي چې ځان ته بل کار پیدا او پیل کړي.
د سعودي عرب د ټولنیز پرمختګ وزیر سطام الحربي هم دا منلې چې دا قانون د عرب وګړو پر هغو شخصي مزدورانو نه عملي کېږي چې شمېر یې د ده په وینا ۳.۷ میلیونه دی.
خو سطام الحربي زیاته کړې چې د دې شخصي کارګرانو په اړه موجودو محدویتونو ته هم له سره کتنه روانه ده.
د بشري حقونو نړیوال سازمان – هیومېن رایټس واچ – تېره اونۍ وویل د خلیجي هیوادونو یو تر ټولو سخت کفاله نظام په سعودي عرب کې موجود دی.
د یاد سازمان په وینا، دا نظام ځورونو ، په په زور پر کار مجبورولو، انساني قاچاق او د غلامي په څېر حالاتو ته لاره جوړوي.
په سعودي عرب کې مېشتو یو شمېر پښتنو مزدورانو مشال راډیو ته وویل چې په سعودي عرب کې موجود کفیل نظام دوي ډېر ځورولي دي.
د خیبر پښتونخوا له چارسدې سره اړه لرونکی نور محمد وايي له تېرو څه باندې اتو کالو راهسې په سعودي عرب کې داسې مزدوري کوي چې د ده په وینا تر غلامي کمه نده.
دی وايي په کور کې ۱۶ تنه لري خو امدن یې د نه برابر دی. دی وايي د دې لپاره یې په پېمنټ ټرېکټر اخیستی وو چې د سعودي عرب د ویزې ۳۳ زره ریاله برابر کړي خو چې سعودي ته ورسېدی نو هم تر اوو میاشتو بې روزګاره ګرځېدی.
نور محمد وویل، "تر اوو میاشتو زه له دې کبله په هجره کې ناست وم چې اقامه راسره نه وه او کفیل پاسپورټ راڅخه اخیستی وو او بهانې به یې کولې چې دې اونۍ کې به وشي او دې بله کې به وشي او په دې کې اووه میاشتې تېرې شوې، زه بهر وتلای نه شوم او بې روزګاره ناست وم او هلته مې شاوخوا پنځه زره ریاله نور په پور واخیستل."
دی وايي چې کله د دې کفیل له ځورونو ډېر تنګ شوی وو نو یې ډېر په مشکل یې ځان ورڅخه خلاص کړی وو او له بل کفیل سره یې کار پیل کړی وو.
دی وايي ، دویم کفیل هم د اقامې نوې کولو لپاره دومره پېسې ورڅخه اخیستې وې چې د ده په وینا د یو مزدو لپاره یې پوره کول ډېر ګران کار وی.
دی وايي دې کفیل د اقامې نوې کولو لپاره ورڅخه ۱۶۵۰۰ ریاله غوښتي خو بیا یې هم د دوو کالو اقامه نه وه ورکړې.
نوموړي وویل، " ۸۰۰۰ ریاله مې پر هم هغه ځای ورکړل او ورته ومې ویل چې دا نورې درته پیدا کوم. د اقامې ختمېدو مې پنځه میاشتې وار له مخه شوې وې او چې پنځه پکې نورې تېرې شوې خو ده اقامه نوې نکړه، ما ورته وویل چې اقامه راته نوې کړه نو ده ویل چې اوس د دوو کالو هغه نه کېږي د یوه کال اقامه به در کوم او که د دوو کالو هغه غواړې نو ۲۲۵۰۰ ریاله به راکوې."
نور محمد وايي چې بیا یې کله له مجبورۍ له دې کفیل څخه د کفالې اړولو هڅه وکړه نو کفیل ورته پر پاسپورټ هغه سټمپ لکولی وو چې له سعودي دې و اېستل شي.
د خیبر پښتونخوا له سوات سره اړه لرونکی اعجاز احمد وايي، ۱۲ کاله وړاندې یې په ۲۲۰۰۰ ریاله د سعودي عرب ویزا اخیستې وه او بیا چې کله هلته تللی وو نو په ۱۳۰۰ تنخا یې هم ځان ساتلی وو او هم یې هغه پور ادا کړی وو.
اعجاز احمد وايي ، تر نهو کالو یوازې له دې کبله کور ته نه وو تللی چې کفیل اجازه نه ورکوله.
ده زیاته کړه، "کفیل ته مې د رخصتۍ خواست کړی وو، هغه راته ویل چې اقامه دې نوې کړه، بیا یې پنځه میاشتې د اقامې په نوې کولو او نورو بهانو کې تېرې کړې ، بیا چې اقامه وشوه نو ما ورته ویل چې اوس نو رخصتي راکړه خو هغه راته انکار وکړ او ویل یې چې دا زما خوښه ده چې رخصتي درکوم او که نه. کور زما په تمه وو ځکه چې زما پنځه کاله شوي وو خو ده رخصتي رانکړه او زما ټکټ او د اقامې ۴۵۰۰ ریاله ضایع شو او بیا پنځه کاله نور هم کورته نه لاړم. په لومړي ځل مې نهه کاله او درې میاشتې تېرې کړې وې."
د شمالي وزیرستان نور رحمان داوړ له تېرو څه باندې لسو کالو راهسې په سعودي عرب کې مزدوي کوي.
دی وايي کفیل یو پلو په خپله له بهرنیو مزدورانو سره بد چلند کوي او بیا چې کله مزدور ځان بل کفیل ته اړوي نو دوي ورڅخه په غیرقانوني توګه پېسې اخلي.
داوړ وویل، "په هغه وخت کې د اقامې فیس شاوخوا ۱۲۰۰ ریاله وو خو کفیلانو به له موږ څخه ۴۰۰۰ یا ۵۰۰۰ ریاله اخیستل او دا به موږ په هر صورت کې ورته پیدا کول او بیا چې به مو بل کفیل ته خپله کفاله اړوله هم نو په غیرقانوني توګه به یې ۵۰۰۰ ریاله را څخه اخیستل. دا هر څه پر ما په خپله تېر شوي دي."
نور رحمان داوړ وویل چې په کفاله نظام کې د بهرنیو مزدورانو لپاره د نورو ستونزو تر څنګ دا ستونزه هم ډېره جدي ده چې کفیل وطن ته د تګ اجازه نه ورکوي.
هغه وویل، "زما پلار ناروغ وو ، ما خواست ورته وکړ چې رخصتي راکړي خو هغه بهانې راته کولې او اته میاشتې یې راباندې تېرې کړې او بیا مې په مشکل ځان ترې را خلاص کړ."
ډاکټر سید مزمل شاه له تېرو څه باندې ۲۰ کالو راهسې په سعودي عرب کې ژوند او کاروبار کوي. دی وايي په په سعودي عرب کې د مېشتو پاکستانیو وګړو زیاته برخه د پښتنو ده.
ډاکټر مزمل وویل، "په سعودي عرب کې دا وخت ۲.۵ میلیونه پاکستاني وګړي دي چې تر ۶۰ فیصده زیات یې پښتانه دي. یانې تر ۱.۵ میلیونه زیات پښتانه دا وخت په سعودي عرب کې مېشت دي."
په څه باندې ۳۴ میلیونه مجموعي ابادۍ لرونکي هیواد سعودي عرب کې دا وخت ۱۰ میلیونه بهرني کارګران کار کوي.
که څه هم زیاتره مزدوران د کفیل له نظامه سر ټکوي خو ځینې داسې کفیلان هم شته چې له خپلو مزدورانو سره وړ او قانوني چلند کوي.