امريکا له افغانستانه ۲،۰۰۰ پوځیان باسي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د امريکا دفاع وزارت اعلان کړی چې د راتلونکې ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ تر ۱۵مې به له افغانستانه ۲،۰۰۰ او له عراقه ۵۰۰ پوځیان وباسي. د وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې ۱۰ ورځې مخکې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دفاع وزير مارک اېسپر له دندې ګوښه کړ. اېسپر په افغانستان کې له حکومت سره د مرستې لپاره د ۴،۵۰۰ امريکايي سرتېرو پر پرېښودو ټینګار کاوه.