ولسمشر اشرف غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ستونزو په هواري ټینګار وکړ.
له ارګه په خپاره شوي يوه بيان کې راغلي چې ولسمشر غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د وزير اعظم عمران خان سلاکار عبدالرزاق داوود او پلاوي سره د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په تړون "اپټا" کې د شته ستونزو او ننګونو او په دې کې د بدلونو په باب خبرې وکړې.
افغان ولسمشر ټینګار کړی چې د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره باید خپل لیدلوری ښه کړو او هغه تخنیکي ننګونې چې د ستراتېژیکو همکاریو او د دغه لیدلوري د عمليکيدو پر وړاندې خنډ ګرځي، باید لېرې کړو.
نوموړي همداراز ویلي چې افغان سوداګر د پاکستان په محصول چونګيو (ګمرکونو) او بندرونو کې تر تکليفونو تيريږي او نااميده کيږي.
په دغه کتنه کې ولسمشر له پاکستاني چارواکي سره پر دې ټینګار کړې چې دواړه هېوادونه باید د "کاسا زر"، "ټاپ" او "ټاپې" په ګډون سترو اقتصادي پروژو ته لا زیات پام واړوي.
پاکستانې پلاوې په ېکشنبه کابل ته تللې وو او له افغان چارواکو او سواګرو سره یې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د ستونزو د هواري ژمنه کړې ده.
دا پلاوی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم د نومبر پر ۱۹ مه د افغانستان يوه ورځنۍ دوره کوي.
د يادونې ده چې دواړه هيوادونه که څه هم نزدې ګاونډيان دي خو د سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او په تېره د چمن بولدک او تورخم پر بندرونو د دواړو غاړو سوداګر شکاېت کوي چې د مالونو کلېرنس يې په ځنډ کيږي او ورسره بله لويه ستونزه دا ده چې تورخم او د سپين بولدک لارې بيا بيا تړل کيږي.
يادنيو ستونزو د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته هم ډير تاوان رسولې.