د اتحادیې مشر مجيب الله غرشين وايي دا مهال د صوبې په ټولو ۱۳۰۰۰ سرکاري ښوونځيوو يا سکولونو کې ۶۶۰۰۰ استادان درس ورکويچې په هېڅ صورت کافي نه دي.
غرشين د نومبر په ۲۳مه مشال راډيو ته وويل: ((څلور کاله وشول چې د لس زره استادانو پوسټونه خالي دي. حکومت هېڅ نه دي کړي. موږ ترې بيا بيا مطالبه کړې چې دا مسله حل کړيخو د دوی کارکردګي بېخي ناقصه ده. اوس حکومت وايي چې ۱۲۰۰ نوي استادان مقرروي خو دا به څنګه دا کمی پوره کړي؟ ځکه چې کمی د لسو زرو استادانو دی. تعليم دلته بيخي د تباهۍ پر خوا روان دی.))
د غرشين په خبره تر هلکانو د نجونو په ښوونځيوو کې د استادانو د کمي مسله ځکه ډېره جوته ده چې په اکثره ښوونځيوو کې دوه استادانې وي. د هغه په خبره کله چې يوه استاده د ماشوم زیږون لپاره په قانوني درې مياشتو رخصتیوو ولاړه شي نو بيا به د تدريس لپاره يوازې یوه استاده پاتې کېږي.
خو د هلکانو ښوونځي هم تر ډېرو ستونزو تېرېږي چې د زده کوونکو پر زده کړو یې بده اغېزه کړې. د پښين ضلعې ايمل ستوري په دې اړه د نومبر په ۲۳مه، مشال راډيو ته وويل: ''زه د ګورنمنټ های سکول کليبالاحسن زي په ۷م کلاس کې یم. له لويه سره زموږ استادان کم دي. دا کال زموږ يو استاد مړ شو. يو ريټايرډ شو او يو بدل شو. موږ يوازې څلور کلاسونه اخلو. نور نه اخلو ځکه چې استادان نشته.''
د ماشومانو لپاره کارکوونکې د ملګرو ملتونو ادارې (يونیسیف) پر خپل ويب سایټ ليکلي چې په پاکستان کې دا مهال ۲۲.۸ ميليونه هغه ماشومان چې عمرونه یې د ۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي، ښوونځيوو ته نه ځي. د نورو صوبو په پرتله د بلوچستان حالت ډير بد یاد شوی او ويل شوي چې دغلته خوا او شا ۶۰٪ ماشومان له ښوونځيوو بهر دي. د دې ادارې په خبره د ښوونځيوو کمي او په موجودو هغو کې د پوره استادانو نشتوالي د دې صوبې پر تعليم ډېره بده اغېزه کړې ده.
د بلوچستان حکومت هم دا مشکل حس کړی دی. د تعليم صوبايي وزیر، سردار یار محمد رند د نومبر په ۲۲مه په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې په نيزدي وخت کې به په سرکاري ښوونځيوو کې ۱۲۰۰ نوي استادان وګماري.
نوموړي زیاته کړه چې کوښښکوي له کابینې څخه ځينې پروژې منظورې کړي: ''تېر ځل زموږ ډېرې پروژې منظور نه شوې. کورونا لويه ستونزه جوړه کړه. اوس موږ يو نوی پروګرام پيلوو چې له مخې به یې د صوبې له ۳۲ ضلعو څخه په هره ضلعه کې يو يو مثالي های سکول جوړېږي چې هاسټل به هم ولري. په دې کې به د ليري پرتو سيمو زده کوونکي سبق ويلی شي. د استادانو د کمي په مسله هم کار کوو. پوهېږم چې ځينو خلکو ته دا ډير لوی کار نه ښکاري خو که موږ درې زره زده کوونکو ته هم تعليم برابر کړو نو دا به د بلوچستان لپاره لوی نعمت وي.''
د بلوچستان حکومت په جون مياشت کې د ۲۰۲۰ - ۲۰۲۱ کال لپاره د ۴۶۵ اربه روپيوو بجټ اعلان کړ. په دې کې یې درې شپيته نيمې اربه روپۍ د تعليم لپاره بېلې کړي دي. د تعليم صوبايي وزارت پر ویب پاڼه خپرو شوو معلوماتو ترمخه په دغو پېسو کې به ډېرې یې د نوو ښوونځيوو په جوړولو او د موجودو هغو په ترميم لګيږي.