د فوټبال نامتو ستوری دیيېګو مرادونا ومړ

دییېګو مرادونا د نړۍ له تر ټولو ښه لوبغاړو یو بلل کېږي - د ارشیف انځور.

د فوټبال د نړۍ يو تر ټولو نامتو لوبغاړی ديیېګو مرادونا د نومبر پر ۲۵مه ومړ.

د هغه د وکيل په وينا د ارجنټینا فوټبال لوبډلې دغه مخکينی لوبډلمشر د ۶۰ کلنو په عمر په پلازمېنه بيونس ايرس کې په خپل کور کې د زړه له درېدو ومړ.

مرادونا په دا وروستيو کې ناروغه وو او څو اونۍ وړاندې يې په دماغ کې د وينې بهېدو د مخنيوي لپاره عمليات هم کړي ول.

نوموړي د بېساري لوبې په کولو سره د "زرین هلک" نوم هم ګټلی وو.

مرادونا هغه مهال د ارجنټاين د ملي لوبډلې کپتان و چې دغه هېواد په ۱۹۸۶ز کال کې يې د فوټبال نړیوال جام وګاټه.

نوموړي په ۱۹۹۷ز کال کې د ۳۷ کلونو په عمر له نړیوال فوټباله استعفا ورکړې وه.

په نشو له روږدېدو، زیاتو خوړو او شراب ځښلو له مرادونا د لوبې کولو توان ورڅخه واخیست او یو ځل په ۲۰۰۰ز کال کی نېږدی وو چې د کوکینو له خوړولو ومري.

د ارجنټينا ولسمشر د مرادونا د مړينې له کبله په ټول هېواد کې درې ورځنی وير اعلان کړی دی.

د هغه مړی یې د وروستي دیدار لپاره د ولسمشر ماڼۍ ته وړی دی.