کورونا وبا: پاکستان سرکار سر له ننه سکولونه وتړل

د پېښور یو ښوونځی

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان حکومتونو اعلان کړی چې سر له ننه به په ټوله صوبه کې سرکاري او غیر سرکاري تعلیمي ادارې تړلي وي خو د تعلیم سلسله به د انټرنېټ له لارې جاري وي.

د ابتدايي او ثانوي تعلیم صوبايي وزیر شاهرام خان ترکي په چارشنبه په پېښور کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دا ګام يې د پاکستان د تعليم مرکزي وزارت له هغه پرېکړې وروسته پورته کړی چې وايي، د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره به په ټول هېواد کې د نومبر له ۲۶مې تعليمي ادارې تړل کېږي.

د شاهرام خان ترکي په وينا هغه سيمې چې د انټرنېټ له لارې د ان لاين کلاسونو اسانتياوې نه لري، هلته به په اوونۍ کې يو ځل د هر جماعت زده کوونکي سکول ته ورځي او د دغه محدود تګ راتګ له لارې به له استازانو زدکړې کوي او د کور لپاره به د ليک لوست کار ترلاسه کوي.

د هېواد د نوربرخو غوندې په بلوچستان کې هم د کرونا وبا له امله ټوله سرکاري سکولونه او تعلیمي ادارې تړل شوې دي.

کړټه کې یو ښوونځی

په کوټه کي د حکومت بلوچستان ویاند لیاقت شاهواني د نومبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل چې د کرونا وبا دوهمه څپه به زیاته خطرناکه وي ځکه یې دا ګام اخېستی دی.

نوموړی زیاتوي، د کورونا وبا مخنیوي لپاره پر ټاکلې لارلیکه به له ولسه په سختۍ د پلیتابه غوښتنه کوي او سرغړونکي به یې تر قانوني چوکاټ تېرېږي.

د پاکستان د تعليم وزير شفقت محمود د نومبر پر ۲۳مه اعلان وکړ چې د نومبر له ۲۶مې بيا د ډېسېمبر تر ۲۴مې به ټولې تعليمي ادارې تړل کېږي او د انټرنېټ له لارې به د زدکړو پروسه پرمخ وړل کېږي.

د نوموړي په وينا له دې وروسته به د ډېسېمبر له ۲۵مې بيا د جنوري تر ۱۰مې د ژمي رخصتۍ وي.

شخصي تعلیمي ادارې یې نه مني

له دې اعلان وروسته په پاکستان کې د شخصي سکولونو اتحاديې د تعليمي ادارو بندولو حکومتي پرېکړه رد کړې وه. که څه هم په پېښور کې ځینې مشهورې تعلیمي ادارې تړلې وې خو په کوټه کې ډېری شخصي سکولونه خلاص دي.

دوی وايي چې ډیسېمبر تر ۱۵مې یې نه تړي خو د بلوچستان حکومت ویاند ویلي که څوک سرکاري احکامات نه مني نو پروړاندې به یې قانوني اقدام کېږي.

ورځني کورونا وایرس وهلي ۳۰۰۰ ته رسېدلي

په پاکستان کې په تېر يو شواروز کې له کورونا ناروغۍ ۵۹ کسان مړه شوي دي. د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې تر مخه دا وايرس په تيرو ۲۴ ساعتونو کې تر ۳،۰۰۰ زيات کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو ټول شمېر تر درې لکه ۸۲ زره اوښتی دی.

د نومبر تر ۲۶مې له دې وايرسه په پاکستان کې ۷،۸۰۳ کسان مړه شوي خو تر درې لکه ۳۲ زره زيات کسان بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې چارواکي او ډاکټران وايي چې په دې هېواد کې د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

په دې دوران کې د پېښور او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې سلګونه ډاکټران او روغتياپان کورونا وايرس وهلي دي.

حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر په ځېنو سيمو کې سمارټ لاکډوان يا ټولبند هم لګولی دی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران پرون په لاهور کې د يوې وينا پر مهال ويلي چې ولس دې له احتياطي تدابيرو کار واخلي خو د ده په وينا دا ځل به کاروبارونه، کارخانې او له روزګار سره تړلې شيان نه بندېږي.

اپوزېشن پر جلسو سرکاري بندیز نه مني

پاکستان پيپلز ګوند ويلي چې دوی به د نومبر پر ۳۰مه په ملتان کې په هر صورت د پاکستان جمهوري تحريک جلسه کوي.

د ګوند د مشر بلاول بټو زرداري وياند سېڼېټر مصطفا نواز کوکر دا خبره نن له هغه وروسته رسنيو ته کړې چې د پاکستان د اطلاعاتو وزير شبلي فراز پرون په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د کورونا وايرس خپرېدو ته په کتو به اوس د اپوزيشن ګوندونو د جلسو د مخنيوي لپاره بنديزونه سختوي او د جلسو د منتظمينو او سياسي مشرانو پر ضد به مقدمې دايروي.

په چارشنبه په ملتان کې پوليسو د پاکستان د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني زوی او د پيپلز ګوند غړی عبدالقادر ګيلاني له هغه وروسته نيولی چې نوموړي هلته د پيپلز ګوند په يو لاريون کې ګډون کړی و.

بلاول بټو زرداري د هغه زر تر زره خوشې کولو غوښتنه کړې او د ګيلاني ګرفتاري يې غېرقانوني کړنه بللې ده.