د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اسلامي هېوادونو د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره نیجر ته رسېدلی دی.
د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو ۴۷ مه غونډه د نومبر پر ۲۷مه پیلېږي.
په دې غونډه کې د سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو استازي برخه اخلي.
د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۶مه په بیان کې ویلي چې قریشي به په کنفرانس کې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر لانجه خبرې کوي او د غونډې پر مهال به د اسلامي هېوادونو له یو شمېر وزیرانو او مشرانو سره ملاقانونه هم کوي.
تر دې مخکې، پاکستان څو ځلې د کنفرانس د غونډې جوړولو لپاره سعودي عرب ته خواست کړی وو خو بریالی شوی نه وو.