دا په داسې حال کې ده چې له ایراني او عراقي ملېشو سره د امریکا ترینګلتیا زیاته شوې.
په بغداد کې امریکايي سفیر میتیو ټيولر د ډېسېمبر پر درېیمه په رسنیو کې تر تازه رپورټونو وروسته تایید کړه چې په سفارت کې په عارضي ډول عمله کموي.
د امریکايي سفارت پر فېسبوک پاڼه په ویډیويي بیان کې ټیولر وویل، دی او د ډېپلوماټانو او پوځي سلاکارانو اساسي غړي به تر ډېره وخته په سفارت کې خپل کار ته دوام ورکوي.
له سفارته د کارکوونکو انتقال پر داسې مهال کېږي چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ، منتخب ولسمشر جو بایډن ته د واک تر انتقال مخکې پر ایران فشار زیاتوي.
بایډن ویلي دي چې په جنورۍ کې د خپلې ولسمشرۍ له پیل څخه به له ایران سره د ډېپلوماسۍ بحالولو هڅه وکړي.
تېره اوونۍ په تهران کې د ایران د اټومي ساینسپوه محسن فخریزاده تر وژنې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوې.
ایران د هغې د وژنې تور پر اسراییلو او په غیر مستقیمه توګه پر امریکا پورې کړی چې ورسره د تهران او یا له سیمه ییزو پلویانو څخه یې د یوې ډلې له لوري د ځوابي اقدام امکان زیات شوی.
امریکايي چارواکو هم اندېښنه ښوولې چې کېدای شي ایران او یا د هغوی ملاتړې عراقي ملېشې ځوابي اقدام وکړي.