کینیا کې د لاسي رېړو پرځای برېښنايي رېړې دودېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان او افغانستان په ګډون په افريقايي هېوادونو کې لا هم رېړۍ د ګټې وټې وسيله ده خو کار یې خورا سخت دی. د پانډیانو یا رېړۍ چلوونکو ستونزو او کړاوونو ته په کتو، د کينيا د اټو ټرک شرکت مشر برېښنايي رېړه جوړه کړې ده. دا په بېټرۍ چلېږي او د جوړوونکي په وينا، له دې سره به د لاسي رېړو پرتله د پانډیانو/چلوونکو ګټه لا زياته شي. د اسوشيېټېډ پريس اژانس ويډيويي رپورټ.