که لارښوونې عملي نه شي، بنديزونه سختوو: پاکستان حکومت

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس له کبله ۶۰ نور کسان مړه شوي. ارشیف- انځور

په پاکستان کې د کورونا وايرس وبا مخنيوي ادارې نېشنل کمانډ اپرېشن سينټر "اېن سي او سي" وايي، که حکومتي لارښوونې عملي نه شي نو نور بنديزونه لګولی شي.

په اسلام اباد کې د ډېسېمبر پر نهمه، د اېن سي او سي تر غونډې وروسته د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر خبريالانو ته وويل چې له اکتوبر مياشتې راهيسي د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر څلور چنده زيات شوي.

ده وويل، که د کورونا وايرس مخنيوي لپاره پر لارښوونو عمل ونه شي، نو په راتلوتکې يوه يا دوه اوونيو کې بنديزونه لا نور سختوالی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس له کبله ۶۰ نور کسان مړه شوي.

د کوويډ-۱۹ په اړه حکومتي وېبپاڼې په وينا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲،۹۶۳ کسان کورونا وايرس وهلي چې دا ډول په هېواد کې د اخته کسانو شمېر څلور لاکه او ۲۶ زرو زيات شوي.

د ډېسېمبر تر نهمې له دې ناروغۍ په پاکستان کې ۸،۵۴۷ کسان مړه شوي خو تر دریو لکو او ۷۲ زرو زیات ترې رغېدلي هم دي.