په شمالي وزیرستان کې هدفي بریدونه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په شمالي وزیرستان کې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې لسګونه هدفي حملې شوې دي چې د ولسي وګړو او ځايي مشرانو ترڅنګ یې سرکاري کارکوونکو او امنیتي سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اړولې. د سیمې فعالان او اوسېدونکي پوښتنه کوي چې د ۲۰۱۴ز کال تر پراخو پوځي عملیاتو وروسته ولې هدفي بریدونه کېږي؟ دوی همداراز وايي چې په ضلع کې وسله والې ډلې بیا منظمې شوې دي. پولیس او امنیتي چارواکي وايي، د هدفي حملو مخنیوي هڅې کوي. پامیر ساحل په شمالي وزیرستان کې د هدفي حملو نوعیت، لاملونو او پر وړاندې یې د حکومتي اقداماتو پر موضوع تفصیلي فیچر رپورټ واورئ.