په پاکستان کې د شفافیت نړیوالې ادارې (ټرانسپیرنسي انټرنېشنل) مشر عادل جېلاني وايي په هغه هېواد کې په تېرو کلونو کې رشوت د کمېدو پرځای زیات شوی.
نوموړي دا خبره د ډېسېمبر پر نهمه د اداري فساد ضد نړیوالې ورځې په مناسبت مشال ریډيو ته وکړه.
جېلاني په پاکستان کې د مختلفو حکومتونو د سیاسي ژمنتیا د کمي په اړه نهیلي وښوده او د شفافیت نړیوالې ادارې د کلني فهرست په اړه یې وویل:
((دا وخت پاکستان په سلو کې دوه دېرش نمبرې لري چې ناکامي یې ښي. د رشوت مخنیوي له پلوه اوس څه ښه والی ضرور راغلی دی ځکه چې په ۱۹۹۶ ز کې پاکستان په نړۍ کې د اداري فساد له پلوه دویم هېواد وو او په ۱۰۰ کې یې ۱۰ نمبرې وې. د رشوت له پلوه نن پاکستان د نړۍ ۱۲۰م هېواد دې خو په دې ملک کې د کرپشن ضد کوششونو ښه نتیجې نه دي ورکړې. هر حکومت د کرپشن خلاف له نعرې سره راځي خو بیا خپله د اداري فساد نوې لارې ایجادوي. د هغو طریقو له وجې درغلۍ زیاتېږي. نورې وجې یې دا دي چې په پاکستان کې د مفاداتو تصادم زیات دی، د قانون بالادستي نشته او عدلیه هم پاتې راغلې.))
د شفافیت نړیواله اداره هر کال د اداري فساد په اړه د هېوادونو یو فهرست جاري کوي چې د کارپوهانو د څېړنو او د بیلابیلو کاروبارونو مشرانو د نظرپوښتنې پر اساس جوړېږي. د ټرانسپیرنسي انټرنېشنل د ۲۰۱۹م کال دغه فهرست یا کرپشن پرسیپشن انډیکس له پلوه پاکستان په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۱۲۰ م نمبر وو او په ۱۰۰ کې یې ۳۲ نمبرې وې. یو هېواد چې څومره کمې نمبرې لري نو پکې د درغلۍ زیاتوالي فکر کېږي.
د واکمن ګوند تحریک انصاف غړی سینیټر ذیشان خانزاده په تېرو حکومتونو د درغلیو تور پورې کولو سره مشال رېډيو ته وویل چې ګوند به یې د کرپشن د ختمولو ژمنې پوره کوي چې پیل یې د سیاسي ګوندونو مشرانو له احتساب سره کړی دی.
(( ۱۰ یا ۱۱ یولس ګوندونه را یوځای شوي دي، د پي ډي ایم نوم یې ورته ورکړې او د حکومت خلاف یو تحریک چلوي. هغوی څو څو وارې حکومتونه کړي او یوه موقع ورسره وه چې د رشوت خلاف ادارې او پروګرامونه جوړ کړي. خو هغوی نه دي کړي. زموږ د ګوند مشر عمران خان له شروع څخه نعره ده چې په پاکستان کې به کرپشن ختموي. موږ باید په چټکۍ سره کار کړی وی خو هغه ځکه نه کېږي چې د هېواد ادارې دوی بالکل تباه کړي دي، که هغه پي ای اې ده او که سټیل ملز، ټولې ادارې په خساره کې دي. دا اول ځل دې چې د ملک یو پخواني وزیراعظم باندې د احتساب ادارې لاندې کېس جوړ دې او له بره نه دغه عمل پیل شوی دی.))
دا هم وګورئ: رپورټ: د پخواني جنرال عاصم باجوا کورنۍ په اربونو روپۍ کاروبارونه لريخو د پاکستان مخالف ګوندونه پر ځان د درغلیو تورونه ردوي او تور پورې کوي چې د احتساب ادارې د حکومت په لارښوونه د اپوزیشن ګوندونو مشرانو خلاف پر انتقامي کاروايانو لاس پورې کړی دی. خو نیب او حکومت وايي چې د احتساب قامي اداره په خپلو کارونو کې خپلواکه ده.
د مسلم لیګ نون سیاستوال او یو ویاند صدیق الفاروق مشال رېډیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړه چې د دوی له وجې د هیواد ادارې تباه دي. نوموړي پر حکومت د نا اهلۍ تور پورې کړ او وې ویل چې تحريک انصاف ګوند په تېرو دوه نيمو کلونو کې د درغليو خلاف څه هم نه دي کړي.
(( ټول خلک او رسنۍ دا خبره کوي چې په غنمو او چيني کې یې د ۴۰۰ اربه روپو درغلۍ کړي دي. هغوی (تحريک انصاف حکومت) په ګيسو کې قوم ته د ۱۷۵ اربه روپو نقصان رسولی دی. هغوی يوازې په دوايانو کې قوم ته د ۲۰۰ اربه روپيو زيات زيان رسولی. دا درغلي ده. د هغوی خلاف ملم جبه، د پېښور چټک بس (بي ار ټي) ، بیلين ټري څونامي کېسونه دي. د واکمن ګوند خلاف له اووه کالو راهيسې د بهرنیو فنډونو کېس روان دې. هغوی په دې مقدمه کې عدالت ته هم نه وړاندې کېږي. نو درغلي چا کړې ده او څوک عدالت ته نه ورځي.))
د مسلم لیګ نون ګوند رهبر او پخواني وزیراعظم نواز شریف ته د احتساب عدالت په ۲۰۱۸ز کال کې د درغليوو په يوه مقدمه کې د اوه کاله بند سزا واوروله. عدالت هغه په همدغه کال په دې تور چې (( صادق او امين)) نه دی، د ټول عمر لپاره له عملي سياست او سرکاري عهدې ساتلو منع کړ. نوموړی د لاهور په کوټ لکپت جېل کې و خو د تېر کال په ډیسېمبر کې د صحت خرابېدو له امله د علاج لپاره لندن ته ولاړ. دغه راز د ګوند په یو شمېر نورو مشرانو چې پکې په قامي اسمبلۍ کې د حزب اختلاف مشر شهباز شریف هم شامل دی، د درغلیو په سر مقدمې جوړې دي. خو نواز شریف د نومبر پر ۱۳مه نېټه په سوات کې د خپل ګوند مسلم لیګ ن یوې جلسې ته په وینا کې ویلي چې د ده خلاف د درغلۍ مقدمې د پوځ مشر په فشار جوړې شوې دي. او د هغه په سازش له وزیر اعظمۍ لیرې کړل شوی دی.
دا هم وګورئ: د جنرل باجوه په سازش له وزیر اعظمۍ لیرې کړل شوم: نواز شریفد شفافیت نړیوالې ادارې عادل جیلاني زیاتوي د رشوت د خاتمې لپاره په پاکستان کې د قوانینو لاندې جوړ پوره نظام موجود دې. خو دا به په هغه صورت کې ګټه ور رسوي چې هغه نظام په ریښتیا او اصلي مانا کې عملي شي.