د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ویلي چې پرامنه او مستحکم افغانستان به په سيمه کې په اقتصادي پرمختګ کې ډېره مرسته وکړي.
نوموړي دا خبره د ډېسېمبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د پاکستان لپاره د افغانستان له نوي سفیر نجیب الله علیخېل سره په ملاقات کې وکړه.
د پاکستان سرکاري راډيو د خبر له مخه قریشي په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کې د پرمختګ هرکلې وکړ او بيا يې د خپل هېواد دريځ تکرار کړ چې اسلام اباد به د پرامنه، باثباته او خودمختاره افغانستان مرسته جاري ساتي.
عليخېل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې د دوه اړخیزه تعلقاتو د ښه کېدو لپاره پر پورته شویو ګامونو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.