ټایم ګڼې جو بایډن او کاملا هیرېس د کال غوره شخصیتونه ګرځولي

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن او منتخب مرستیاله ولسمشره کاملا هیرېس

ټایم ګڼې (مېګزین) د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن او منتخب مرستیاله ولسمشره کاملا هیرېس د کال غوره شخصیتونه ګرځولي دي.

د ټایم مجلې مشر اېډیټر اېډورډ فېلسېنتال د جو باییډن او کاملا هیرېس د ۲۰۲۰ کال لپاره غوره شخصیتونه ګرځولو په باب لیکلي، دا یې د امریکايي کیسې اړولو لپاره، د دې ښودلو لپاره چې د خواخوږۍ زور د غوسې او خواشینۍ تر تفرقې زیات دی، دا د غمجنې نړۍ د ټکورولو لرلید لپاره.

باییډن او کاملا لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

۷۸ کلن جو بایډن چې وړاندې د پخواني ولسمشر بارک اوباما سره دوه ځلې د مرستیال ولسمشر په توګه کار کړی دی، د امریکا تر ټولو زیات عمر لرونکی منتخب ولسمشر دی چې د راروانې جنورۍ پر ۲۰ به د خپلې څوکۍ سوګند پورته کوي. بلخوا کاملا هیرېس به لومړۍ ښځینه، لومړنۍ تور پوستې او لومړنۍ اشیايي الاصله وي چې مرستیاله ولسمشره کېږي.