د پاکستان جمهوري تحریک ویاند میا افتخار حسېن مشال راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو د وزارت او نېکټا لخوا په لاهور کي د جلسې په اړه د امنیتي خبرداري او د پنجاب حکومت لخوا د جلسې د اجازت پر نه ورکولو سربېره به دوی خپله جلسه کوي.
د یاد تحریک مشران وايي چې د لاهور په مېنار پاکستان کې د جلسې لپاره ځای ټاکلی او په دې لړ کې يې ټول انتظامات بشپړ کړي دي.
د پاکستان جهوري تحریک ویاند میا افتخار حسېن د دسمبر پر ۱۲مه له مشال راډیو ته وویل چې په لاهور کې اعلان کړې جلسه به د دسمبر پر ۱۳مه پر خپل وخت په هر صورت کوي.
د پنجاب اعلا وزير عثمان بزادار د ډېسېمبر پر ۱۲مه په لاهور کې خبريالانو ته وويل چې د کورونا وايرس له کبله حالات سنګين دي نو ځکه اپوزشن ته د جلسو اجازت نشي ورکولای.
عثمان بزدار زياته کړه چې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر ورځ تر بلې زياتيږي. د ده په وینا، که اپوزېشن جلسه وکړه پرضد به یې قانوني کارروايي کېږي.
پاکستان جمهوري تحریک تر اوسه د پنجاب په ګوجراواله او ملتان، د سیند په کرچۍ، د بلوچستان په کوټه او د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د حکومت ضد جلسې کړې دي.
د کورنيو چارو وفاقي وزير شيخ رشيد احمد د ډېسېمبر پر ۱۲مه پر ټویټر پاڼه ليکلي چې اپوزشن ګوندونه چې څومره زور هم ولګوي نو نتيجه به يې څه هم نه وي.
د مسلیم لیګ ن مرستیالې مشرې مریم نواز او د یاد ګوند ځیني نورو مشرانو ویلي دي چې حکومت ورته د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.
د اطلاعاتو وفاقي وزیر شبلي فراز د دسمبر پر ۱۱مه په اسلام اباد کې ویلي چې د حکومت له خوا اپوزېشن ګوندونو ته د خبرو اترو وړاندیز نه دی شوی.
ده وویل، د درغلیو مقدمو پر سر به حکومت له اپوزیشن سره هیڅ ملي پخلاینه ونکړي د کوم لپاره چې د ده په وینا، اپوزېشن پر حکومت فشار اچوي.
د مولانا فضل رحمان په مشرۍ کې د اپوزیشن د ۱۱ ګوندونو اتحاد – پاکستان جمهوري تحریک – د ۲۰۲۰م کال د سېپټمبر پر ۲۰مه په اسلام اباد کې جوړ شوی وو.
دا تحریک په یوه خوله دریځ لري چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د درغلیو په نتیجه کې راغلی دی او دوی یې نه مني.
یاد تحریک غوښتنه کوي چې عمران خان دې زر تر زره استعفا وکړي او په ملک کې دې داسې شفاف انتخابات وشي چې د دوی په وینا د پوځ او جاسوسي ادارو هیڅ رول پکې نه وي.
دوی تور پورې کوي چې د پاکستان پوځي او د جاسوسي ادارو چارواکو د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په عامو انتخاباتو کې د دې لپاره درغلۍ کړې وې چې عمران خان واک ته ورسوي.
خو پوځ او حکومت دواړه دا تور ردوي. پوځ وايي اپوزېشن ګوندونه دې ملکي امنیتي ادارې په داسې توګه په سیاسي چارو کې نه ښکېلوي.
د عمران خان په مشرۍ حکومت وايي ، د اپوزېشن ګوندونه یوازې د دې لپاره سره یو شوي دي چې په تېرو وختونو کې کړې خپلې درغلۍ پټې کړي.
پاکستان جمهوري تحریک پر حکومت څومره فشار اچولی دی؟
په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل تر ټولو لوی ګوند مسلم لیګ نواز ډلې مرستیالې مشرې مریم نواز او ځینو نوور غړو ویلي چې حکومت ورسره د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.
خو حکومت دا تور ردوي او وايي چې له اپوزېشن ګوندونو سره به هیڅ جوړ جاړی نه کوي.
د مشال راډیو خبریال مجيد بابر په پیښور کې د انګريزۍ ژبې د ورځپاڼې ډان له ځايي مشر او شنونکي اسماعيل خان سره په دې اړه مرکه کړې ده چې د اپوزېشن تحریک پر حکومت څومره فشار اچولی دی؟
د اسماعیل خان مرکه دلته اورېدلای شی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.