په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس له وجې ۷۲ نور کسان مړه شوي چې ورسره د ټولو مړو شمېر اته زره اووه سوه شپږ نوي ۸۷۹۶ ته رسيدلی دی.
د کورونا وايرس په اړه د حکومت د معلوماتو ويبپاڼې ترمخه تر نن سهاره، (د دیسمبر ۱۳مه) د کورونا وايرس مثبتو کيسونو شمېر څلور لکه اته ديرش زره څلور سوه پنځويشتو ۴۳۸،۴۲۵ ته رسيدلي دي. دلته په يوه ورځ کې د کورونا وايرس درې زره درې سوه نهه شپېته ۳۳۶۹ مثبت کيسونه مخې ته راغلي دي.
دا هم وګورئ: پاکستان له افغانستان سره پر پولو د کورونا منفي ټیسټ لازمي ګرځولیخو له کوويډ۱۹ ناروغۍ درې لکه درې اته زره ۳۸۳،۰۰۰ کسان بېرته رغېدلي هم دي. په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعالو کېسونو شمېر له شپږ څلوښتو زرو زيات دي.
خيبر پښتونخوا
په خيبر پښتونخوا کې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۶۸۸ مثبت کېسونه ثبت شوي چې ورسره په مجموعي توګه د وايرس وهلو شمېر ۵۲۴۶۳ ته رسيدلی دی.
بلوچستان
په بلوچستان کې صوبه کې د کورونا وايرس کيسونو شمېر ۱۷۷۳۷ ته رسيدلي دي.
دا په داسي حال کې ده چې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر په دي وروستيو کې ويلي وو چې د اکتوبر مياشتې وروسته د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېر کې څلور چنده اضافه شوي.
په همدې حال کې وزيراعظم عمران خان پر ولس غږ کړی چې د وايرس خپريدو مخنيوي لپاره حکومتي لارښوونې په سختۍ سره عملي کړي.