امريکا کې د کورونا وايرس واکسين ویشلو کار پيل شو

د کورونا وايرس دا واکيسن فايزر او بايو ان ټيک په ګډه جوړ کړي.

په امريکا کې د کورونا وايرس مړو شمېر دريو لاکو ته نزدي شوي.

چارواکي وايي، په امريکا کې د کورونا وايرس لومړي واکيسن وېشلو کار پيل کړ. تمه کېږي چې په راتلونکو میاشتو کې به د کورونا وايرس پر وړاندې د لسګونو ملیونو خلکو ته واکسين ورکړل شي.

دا په امريکا کې لوی لوژستيکي عمليات دي.

د امريکا حکومت اپریشن ويرپ سپيډ اپرشن يو لوړ پوري چارواکي ګوسټاو پرینا، د دیسمبر پر ۱۲مه، وويل چې دوی وار له مخه د واکسين تقسيمولو پروسه پيل کړي.

د کورونا وايرس واکسين فایزر او بایون ټیک په ګډه جوړ کړي دي.

دا هم وګورئ: برتانیا کې د کوویډ-۱۹ ضد واکسین ورکولو بهیر پیل شو

د بار وړلو شرکتونه به د دیسمبر پر ۱۳مه، واکسین مرکزونو ته واکسین رسوي او له هغه ځایه به دوی روغتونونو او روغتیایی مرکزونو ته واستول شي چې د دیسمبر پر ۱۴مه به پیل شي.

د واکسین رسولو کار له هغې وروسته چټک شوی چې د امریکې د خوړو او دوا اداره، ايف ډي ای د دیسمبر پر ۱۱مه له ۱۶ تر ۸۵ کالو پورې خلکو ته د واکسين ورکولو منظوري ورکړه.

د امريکا جانز هاپکېنز پوهنتون له شمېرو سره سم د دیسمبر تر ۱۳مې پوري په امريکا کې د کورونا وايرس له وجې دوه لاکه اووه نوي زره اته سوه اووه ديرش ۲۹۷،۸۳۷ کسان مړه شوي دي.

د ويبپاڼې ترمخه په ټوله نړۍ کې د کورونا وايرس د مثبتو کیسونو شمېر له ۷۱ ميليونو زيات شوی. د کورونا جهاني وبا له وجې له شپاړس لکو څخه زيات کسان مړه شوي هم دي.

دا په داسي حال کې ده چې په امريکا کې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو کې بې ساري اضافه شوي او د مړو شمېر دريو لاکه ته نیزدي شوی دی.

بلخوا په اروپا کې حکومتونه د کورونا وايرس دويمې څپې مخنيوي لپاره هڅې کوي. دا په داسې حال کې ده چې د کریسمس رخصتۍ نيزدي دي. په ايټلي کې د کورونا وايرس له وجې د مړو شوو شمېر له بريتانيي زيات شوی.

تمه ده چې د جرمني چانسلره انيګلا ميرکل نن، د ډېسېمبر پر ۱۳مه، د کورونا وايرس مخنيوي لپاره ټولبند او محدودیتونو سختولو پريکړه وکړي.