اروپايي ټولنې په بلوچستان کې د اوبو او تعلیم منصوبو لپاره د ۵۸ میلیونه یورو یا څه باندې ۱۱ اربه روپو ورکولو معاهده لاسلیک کړې ده.
اروپايي ټولنې په خپله وبپاڼه لیکلي چې د پاکستان لپاره د یورپي یونین سفیرې اندرولا کمیناره د ډیسمبر پر ۱۱مه د پاکستان د اقتصاد وزارت سېکرېټري نور محمد سره دا مرستې لاسلیک کړې چې پکې ۴۰ میلیونه یورو د اوبو د منصوبو لپاره دي.
د وبپاڼې ترمخه، دا د ۵ کلونو منصوبه ده چې راتلونکې کال به عملي کېږي.
په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسي د وچکالۍ له وجې د اوبو سطح لاندې تللې او دامهال د کوټې په ګډون په نورو ښارونو کې ولس د څښلو اوبو له کمي سره مخامخ دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په بلوچستان کې د اوبو د انتظام د چارو پوهه ډاکټر رزاق ناصر د ډیسمبر پر ۱۳مه مشال رېډیو ته وویل چې له کلیوالو سیمو څخه ډېر په تیزی سره خلک ښارونو ته په کډه کېږي چې له وجې یې پر ښارونو بوج زیات شوی خو د اوبو لپاره د ابادۍ سره سم بندوبست نه دی شوی.
''په بلوچستان کې د اوبو تر ټولو زیاته مسله په کوټه کې ده. د واسا تر مخه په کوټه کې امروزه د ۵۰ میلیږنه ګیلنه دی خو دا مهال دوی یوازې دوی شاوخوا دیرش ملینه ګیلنه ورکوي نو اوس هم د شلو ملینه ګیلنو ضرورت دی.''
د بلوچستان په یو شمیر سیمو کې د پاکو اوبو ستونځه هم ده. ځینې خلک د څښلو لپاره د پاکو اوبو ټینکر راغواړي خو خبریال سید علي شاه وايي، د یوه ټینکر نرخ دومره زیات دی چې د بلوچستان زیاتره بې وزله خلک یې وس نه لري.
''د کوټې خلک له ۱۰۰۰ واخلې تر ۳۰۰۰ روپو پورې د اوبو ټینکر اخلي خو د هغه اوبو معیار هم ډېر خراب دی. د بلوچستان په پښین، قلعه عبدالله، بوري او ځینو نورو کې د کرکروندې لپاره اوبه نشته. مخکې به د ځمکې دننه په ۴۰ یا ۵۰ فیټه کې اوبه رااېستلې خو اوس باوړۍ (ټیوب وېلونه) او ابادي زیاته شوه او دا مهال خلک ۸۰۰ سوه یا زر فیټه لاندې له ځمکې اوبه راباسي.''
نوموړي زیاته کړه، حکومت په بلوچستان کې د اوبو د ستونځو هوارولو لپاره خاص ګامونه نه دې پورته کړي دي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنټېر عثمان کاکړ بیا وايي چې بلوچستان ته د پاکستان په اوبو کې خپله پوره برخه ورکول کېدو او د بندونو جوړېدو سره د اوبو مسله هواریدای شي خو باید حکومت ورته پام وکړي. نوموړي زیاته کړه، د اروپايي ټولنې لخوا بلوچستان ته د مرستو ورکولو ستاینه کوي خو په دا ډول مرستو کې د صوبې پښتون میشته سیمې له پامه وغورځول شي.
''په جنوبي پښتونخوا کې په سلو کې اتیا برخې د میوو باغونه وچ شول. پنځه زره چشمې وچې شوې، نهرونه وچ شول. په ځینو سیمو کې له زرو تر ۱۵ سوو فوټه پورې اوبه لاندې تللې دي. په اباسین کې د بلوچستان په نامه چې کومې اوبه دي، هغه بلوچ سیمو ته ورکول کېږي خو پښتون میشتو سیمو ته ترې یو څاڅکی نه راځي.''
د بلوچستان د اوبو خور وزیر نور محمد دومړ بیا مشال رېډیو ته وویل چې دوی په صوبه کې د اوبو د ستونځو هوارولو لپاره ګڼې منصوبې پیل کړي او د دې ترڅنګ په بودیجه کې یې ورله ۲۲ اربه روپۍ هم بېلې کړي دي.
''اروپايي ټولنې بلوچستان ته د اوبو د مسلې هوارولو لپاره د مرستو ورکولو معاهده له وقافي حکومت سره کړې ده، له موږ سره نه. د اوبو کمی په بلوچستان کې یوه لویه مسله ده. په اصل کې د اوبو استعمال زیات دی او منصوبې لږې دي. خو بیا هم موږ لګیا یو کارونه کوو، بندونه جوړوو او په بودیجه کې مو ۲۲ اربه روپۍ بېلې کړي دي. خو د اوبو مسله خطرناک حد ته نه ده رسېدلې، خلکو ته اوس هم د ضرورت مطابق اوبه ملاویږي او ګزاره یې پرې روانه ده.''
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او د بلوچستان د منصوبه بندی پځواني وزیر ډاکټر حامد خان اڅکزي څه موده وړاندې مشال رېډیو ته ویلي ول ، مانګي بند جوړېدو ته نیږدی دی چې تر مکملېدو وروسته به یې د کوټې له ۳۰ تر ۳۵ فيصدو د اوبو ضرورت پوره شي. نوموړي دا هم ویلي ول چې د برج عزیز خان ډیم جوړیدو سره به لږ تر لږه ۴۰ فيصده د اوبو مسله ختمه شي نو باید موجوده حکومت دې منصوبو ته خاص پام وکړي