د وزيرستان ولسي اهنګونه په اردو ژبه خلکو ته رسوم: شان خان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سندرغاړی شان خان مېلمه کړی وو. دی د وزيرستان د يوه پېژندلي سندرغاړي کمال مسيد زوی دی او دا مهال په اسلام اباد کې اوسي. شان وايي، د خپلې سيمې ولسي سندرې، چې په اردو ژبه يې ويلې دي، د هېواد خلکو زياتې خوښې کړې دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.