الېکټورل کالج یا ټاکنیز استازي د ډېسېمبر پر ۱۴مه د امریکا په ټولو ایالتونو کې ورغونډېږي چې د نومبر درېیمې ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی جو بایډن رسماً ولسمشر غوره کړي.
د دوی نتیجې به واشنګټن ته استول کېږي او د جنورۍ پر ۶مه به د کانګرس د دواړو جرګو په ګډه غونډه کې چې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس به هم پکې حاضر وي، شمېرل کېږي.
د امریکا اساسي قانون له مخې ولسمشر باید د الېکټورل کالج په اکثریت رایو چې ورته د ۲۷۰ رایو حد ټاکل شوی، غوره شي.
که هېڅ یو کاندید اکثریت رایې ونهګټي د استازو جرګه پرېکړه کوي.
بایډن د خپل سیال او اوسني ولسمشر ډانلډ ټرمپ پرتله له اووه میلیونه زیاتې رایې ګټلي، خو د خلکو رایې د ولسمشر په بریالیتوب کې رول نه لري.
تر اوسه پینځه ولسمشران داسې ټاکل شوي چې سیالانو یې د خلکو ډېرې رایې ګټلې وې.
وروستۍ بېلګه یې هم ټرمپ دی چې د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې ډېموکراټ سیالې هېلري کلېنټن د خلکو ډېرې رایې ګټلې وې.
د سږني کال په انتخاباتو کې د الېکټورل کالج رایو ته ډېر پام ځکه اوښتی چې اوسني ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو د نتیجې له منلو ډډه کړې او د درغلۍ په اړه یې بې بنسټه ادعاوو ته دوام ورکړی دی.
منتخب ولسمشر جو بایډن په پام کې لري چې نن د الکټورل کالج د رایو تر اعلان وروسته ولس ته وینا وکړي.