د پاکستان د فولادو کارخانې ګوښه شوي کارکوونکي پر احتجاج دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې د پاکستان فولادو کارخانې (پاکستان سټیل مېلز) لسګونه کارکوونکي له دندو د ګوښه کېدو پر ضد په احتجاج دي. دوی شاوخوا هره ورځ د کارخانې مخې ته احتجاج کوي او پر دندو د بحالۍ غوښتنه کوي. وفاقي حکومت وايي، له کارخانې یې څه د پاسه ۴،۵۰۰ کارکوونکي ایستلي. د حکومت په وینا، پاکستان سټیل مېلز له کلونو راهیسې تاوان کاوه نو بله چاره یې نه لرله. حکومت زیاتوي چې ګوښه شویو ملازمانو ته یې تاوان ورکړی دی. ویډیويي رپورټ.