د کورونا وایرس نوی ډول: ځینو اروپايي هېوادونو کې پر برتانیا سفري بندیز

د برتانيا په جنوب ختیزو برخو کې د کورونا وایرس د نوي ډول تر موندل کېدو وروسته په اروپا کې د هغو هېوادونو شمېر زیات شوی چې له برتانيا څخه د ورتلونکو کسانو په سفر یې بنديز لګولی.

فرانسې هم ويلي چې د دیسمبر له ۲۰مې ناوخته څخه به د ۴۸ ساعتونو لپاره له برتانيا ورتلونکي خلک خپل ملک ته نه ورپرېږدي.

د فرانسې حکومت ويلي چې دا ۴۸ ساعته به د اروپايي اتحادیې ټولو ۲۷ هېوادونو ته وخت ورکړي چې څنګه له دې ګواښ سره مقابله وکړي خو زیاته کړې يې ده چې برتانيا ته د خلکو پر ورتګ بندیز نشته.

ايران او سعودي عرب دوه نور هغه غیراروپايي هېوادونه دي چې له برتانيا څخه یې د خلکو په ورتګ بندیز لګولی دی.