پاکستان کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ نور ۸۲ تنه مړه شوي

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر شواروز کې ۸۲ کسان مړه کړي چې ورسره په هغه هېواد کې د یادې ناروغۍ له وجې د مړو ټول شمېر ۹،۴۷۴ تنو ته ورسېده.

په پاکستان کې د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په هغه هېواد کې په تېر شواروز کې نور ۱،۷۰۴ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي‌دي.

د ویب پاڼې په لیکنه‌، له دې سره په ټول ملک کې په مجموعي توګه د کورونا ناروغانو شمېر له ۴۶۰،۶۷۲ اوښتی خو ۴۱۰،۹۳۷ کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.

دا هم وګورئ: کورونا وبا: پاکستان سعودي عرب ته الوتنې وځنډولې

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ دویمه څپه راغلې ده.

په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

د امریکا جانز هاپیکز پوهنتون د شمېرو له مخې، تر ډېسېمبر ۲۲مې په ټوله نړۍ کې ۷۷،۴۲۶،۶۹۷ کسان په کورونا اخته شوي دي.

د یاد پوهنتون له معلوماتو سره سم، په نړۍ کې د کورونا وایرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړیو شمېر ۱،۷۰۳،۸۹۹ ته رسېدلی دی. خو ۴۳،۶۹۳،۸۵۵ ترې بیرته رغېدلي هم دي.

په ناروغو او وژل شویو کې تر ټولو زیات په امریکا، هند او برازیل کې دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوی چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.

په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.