چین او پاکستان له ګوادره د اغزن تار دېوال چاپېروي

په ګوادر کې چينايي کارکوونکي د پاکستاني پوځيانو سره تصویر اخلي

پاکستان د چين اقتصادي راهدارۍ پروژې لپاره د ځانګړې امنيتي ځواک تر جوړولو وروسته اوس، د بلوچستان په ګوادر کې د نوي ښار له ۱۵۰۰ اېکړه ځمکې د اغزن تار چاپيرول پېل کړي دي.

مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه د دې اغزن تار په اوږدو کې د پوځيانو لپاره د پېرې ځايونو جوړولو تابيا شوې ده. دا دېوال د ګوادر له زاړه ښاره پېل او په سمندري بندر ختميږي.

د پاکستان په پلان وزارت کې د چين اقتصادي راهدارۍ په څانګه کې د پالیسۍ د برخې مشر، لياقت علي شاه وايي دا تار د ګوادر سېف سيټي يا ګوادر خوندي‌ ښار چې په رسمي کاغذونو کې ورته سمارت سيټي (په نوې ټېکنالوژۍ سمبال ښار) ويل شوی، د امنيت ساتلو لپاره ضروري دی.

په ګوادر ښار کې د لومړني پلان ترمخه ۲۰۰۰ امنيتي کامرې لګول کېږي. هر ورننوتونکی سړی بايد ځان په دروازه کې ثبت کړي
سرچينې

هغه د ډېسېمبر په ۲۲مه مشال راديو ته وويل په دې ښار کې به په وسلې وروړلو پابندي وي‌او هر څه به د امنيتي کمرو له خوار څارل کېږي.

دی زیاتوي: "د باړ (اغزن تار) لګول د ګوادر د ماسټر پلان برخه ده. په جديده ټيکنالوژۍ او کيمرو به د دې ښار ساتنه کېږي. دا ضروري ده ځکه چې دلته ډير خلک کار کوي چې بايد حفاظت یې وشي. دلته د پانګوالو د اطمينان لپاره هم پکار ده چې هغوی د امنيت احساس ولري. دا پلان د بلوچستان حکومت تاييد کړی."

د نوموړي په وينا، د امنيت ستونزه ورته له ځايي خلکو نه ده پېښه بلکې د چين - اقتصادي راهدارۍ ته له بهره خطر دی. هغه بهرنی دښمن په نامه ياد نه کړ او په دې اړه یې نور وضاحت ورنه کړ.

د ګوادر ښار ماسټر پلان

د اغزن دېوال جوړولو چارې

مشال راډيو ته د رسېدلو معلوماتو ترمخه، د دې اغزن دېوال د جوړولو کار له تېرو درېوو مياشتو راهیسې روان دی.‌ ځينو چارواکو چې د رسنيوو سره یې د خبرو رسمي اجازه نه درلوده،‌ د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ويلي‌چې دا اغزن تار پر ډېورنډ کرښه د پاکستاني پوځ د پېل کړي دېوال په شکل جوړېږي چې د چين د يوې کمپنۍ او پاکستان پوځ د تعمیراتو چارو ادارې (فرنټیر ورکس اورګنایزېشن) له خوا یې چارې پر مخه روانې دي.

اوسمهال ښار ته د ننوتو لپاره دوه ځایه د دروازو ځایونه جوړ شوي دي خو سرچينې زیاتوي‌که ضرورت پېښ شو نو دا څلورو ته زیاتولای شي.

له پاکستانه ازادي غوښتونکې ډلې د چين پانګونه د بلوچستان پر وسايلو قبضه ګڼي ځکه د اقتصادي راهدارۍ پر پروژه بريدونه کوي

د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر ویبپاڼې ليکل شوي چې سيپيک د تاج او ګوادر پکې د مرغلرې حیثیت لري.

له همدې امله ورته دوی پر ټولنيزو رسنيوو د ويډيوګانو له لارې کمپاين کوي او د "پاکستان برخلیک بدلوونکی" یې بولي.

د دې اعلانونو ډېره برخه د هستوګنې د ځايونو اخیستو ته د خلکو په هڅولو او له چين سره د پاکستان د ملګرتيا په ښودلو راڅرخي. خو پر دومره کمپاين سربېره هم د چين اقتصادي راهدارۍ پروژې په اړه ډير معلومات ښکاره نه دي.

د دې راپور لپاره مشال راډيو د حکومت او په پروژه کې د کارکوونکو کمپنيوو لسګونه ویب پاڼې وپلټلې او د لسګونو پاڼو اسناد یې وکتل. په پارلېمان کې د دې پروژې د څارنې لپاره يوه کمېټې جوړه شوې. خو په دې پروژه کې معلومات دومره پټ ساتل شوي چې د دې کمېټې مشر او د حکمران تحريک انصاف غړی ارباب شیرعلي وايي په ګوادر کې د اغزن دېوال له پېليدو نه دی خبر.

هغه د ډېسېمبر په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې په دې اړه به له حکومته معلومات ورغواړي: "ځيني وخت د امنيت ساتلو لپاره ځيني ګامونه اخیستل ضروري وي خو زه نه یم خبر چې حکومت له ګوادره د اغزن تار دېوال تاووي. پوښتنه به ترې وکړو. له داخله وزارته."

د چين اقتصادي راهدارۍ نقشه

"ناامنه بلوچستان" او د چين په "کالونۍ" یې د بدلېدو ادعا

په ۲۰۱۵ز کال کې د چين او پاکستان ترمنځ لاسليک شوې اقتصادي راهدارۍ پروژه په لومړي سر کې د ۴۶ اربه ډالرو وه خو اوس د حکومتي‌معلوماتو ترمخه ۷۰ اربو ډالرو ته رسېدلې ده. د دې پروژې لویه برخه په بلوچستان کې ده چې ګوادر پکې مرکزي رول لري.

د پروژې د ماسټر پلان ترمخه، چين د ګوادر د نوي ښار جوړولو لپاره دوه اربه ډالر په پام کې نيولي‌خو ويل شوي چې دا پیسې تر دې اندازې محدودې نه دي او زیاتېدلی شي.

ځيني وخت د امنيت ساتلو لپاره ځيني ګامونه اخیستل ضروري وي خو زه نه یم خبر چې حکومت له ګوادره د اغزن تار دېوال تاووي. پوښتنه به ترې وکړو
په پارليمان کې د سیپيک کمېټې مشر، ارباب شيرعلي

په بلوچستان کې له پاکستانه ازادۍ غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې هم فعالې دي.

دوی د چين پانګونه د بلوڅو د وسايلو لوټل بولي ‌او له همدې امله یې د دې پروژې پر کارکوونکو په کړو حملو کې ګڼ پاکستاني سرتيري او یوشمېر چينايي‌وګړي وژلي دي.

د بريدونو د مخنيوي لپاره، د پاکستان حکومت په ۲۰۱۶ کال کې په ۱۵،۰۰۰ سرتېرو مشتمل، د پوځ دوه ځانګړي ډېويژنونه، يو سمندري‌ او بل ځمکنی هغه وګمارل خو د ګوادر خوندي ښار لپاره امنيت لا نور هم سخت کړل شوی دی.

سرچينو مشال راډيو ته ويلي چې د لومړني پلان ترمخه به هلته ۲،۰۰۰ امنيتي‌کیمرې نصبیږي چې له مرکزي کمپيوټر خونې څخه به د څارنې د يو سېسټم له لارې کنټرولېږي. همداراز ګوادر ته هر ننوتونکی کس بايد شناختي‌کارډ يا بل د پيژندګلوي کارډ ساتونکو ته وښيي چې هغوی یې په کمپيوټر کې ثبت کړي.

دا هم وګورئ: د بلوچستان وسایل د پاکستان پر نورو صوبو لګېږي. بلاول بوټو

د بلوچستان نیشنل پارټۍ مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی، سردار اختر مينګل وايي، دا کار د چين د پراختيا غوښتنې او کالونۍ (مستعمرې) جوړولو پالیسي څرګندوي. نوموړي د ډېسېمبر په ۲۲مه مشال راډيو ته وويل داسې ښکاري چې اوس به د ګوادر خپل اوسېدونکي ښار ته د ننوتو لپاره وېزې ته ضرورت لري.

نوموړی وايي: "دغه قسم يو کار کېدونکی دی. د خوندي ښار تصور د کراچۍ، کوټې او اسلام اباد په اړه هم بيان شوی وو. له دغو ښارونو خو دېوال نه دی چاپيره شوی. د ګوادر ۹۹ فیصده خلک کب نيوونکي دي. دوی به اوس هر ځل په ننوتو د ځان ثابتولو لپاره کارډونه ورښيي. کالونایزیشن (استعمار) تر دې مختلفه نه وي. همدغسې وي. موږ به دا مسله په پارليمان کې هم راپورته کوو. عدالت ته هم ځو او جلسې جلوسونه هم کوو."

اخترمينګل له ګوادره د اغزن دېوال چاپيرول د چين د پراختيا غوښتنې پاليسي بولي

چين ته له ګوادره لویه ګټه څه ده؟

د چین - پاکستان اقتصادي لار (سيپيک) د چين د یوې پټۍ او يوه سړک (بيلټ اينډر روډ) پروژې برخه ده. په دې پروژه کې د ګوادر پراخول د چين لومړنۍ نړیواله يا له خپل هېواده بهر ترسره کوونکی کار دی.

په ۲۰۱۶ز کال کې له پاکستان سره د لوظنامې ترمخه، د ګوادر سمندري بندر د چين په ۱.۶ اربه ډالر جوړېږي.

دا هم وګورئ: سيپېک پروژه هېڅ پوځي اهداف نه لري: پاکستان

د ګوادر بندر اداري کارونه پاکستان او د چلولو عملي‌کار د چين پر غاړه دی. د چين چارواکو ويلي دوی غواړي په دې سره د خپل هېواد وروسته پاتو غربي سيمو د پرمختګ لپاره اقتصادي موقعې زیاتې کړي. د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ د ماسټر پلان ترمخه د اورګاډي يوه پټلۍ به د بلوچستان ګوادر د چين له کاشغر سره ونښلوي.

په امريکا کې د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز، سي،‌ ایس، ایي، ایس (Center for Strategic and International Studies) د يوې څېړنې ترمخه چين د خپل ضرورت ۷۰ فیصده تېل له خليجي هېوادونو اخلي چې د اوږدو سمندري او ځمکنيوو لارو له امله ورته ګران تماميږي.

له ګوادره تر کاشغره د اورګاډي پټلۍ غځولو او په بلوچستان کې د يو نوي خوندي ښار له ابادولو سره به چين له خپل هېواده ليرې يو کورنی دمه ځای ولري او‌ له منځني ختيځه په ارزانه بيه هغه تېل خپل ملک ته ورسوي چې لویې کارخانې او ورځنی ژوند یې پرې چلېږي.

د راپور غږيزه بڼه دلته واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

له ګوادره د اغزن تار دېوال تاوول پېل شوي دي