د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان د هرنايي سیمې په ښارګه کې پر امنیتي پوسته وسله والو برید کړی چې پکې اووه سرتیري وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې د ډيسمبر پر ۲۷مه په بیان کې ویلي چې دا پېښه د دسمبر پر ۲۶مه شوې ده.
بیان زیاتوي چې د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادله شوې ده او له دې پېښې وروسته یې د لټون عملیات پیل کړي دي.
پوځ دا هم ویلي ، د وسله والو د تیښتې د ناکامه کولو لپاره یې لارې بندې کړې دي. د برید ذمه واري تر اوسه چا نده منلې.
بل پلو د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي چې د هیلي کاپټر لوېدو په پېښه کې یې څلور عسکر وژل شوي دي.
د یادې څانګې - ای ایس پي ار - په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د چین له سرحد سره نیږدې په ګلګت بلتستان کې شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا هیلي کاپټر هغه مهال لوېدلی چې د ګلګت بلتستان له مینيمارګ سیمې څخه یې د یو وژل شوي پوځي مړی پوځي روغتون ته لېږداوی.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا هیلي کارپټر د تخنیکي ستونزې له کبله لوېدلی دی.
په پاکستان کې روان کال د پوځي الوتکو غورځیدو څو پيښې شوي دي. په فبرورۍ کې په پنجاب کې معراج پوځي الوتکه د روزنې پر مهال لوېدلې ده.
په مارچ میاشت کې بیا د ایف شپاړس په نامه یوه الوتکه اسلام اباد ته نیږدې د روزنې پر مهال لوېدلې وه چې یو پایلټ پکې وژل شوی وو.
هم داسې په اپریل میاشت کې په پنجاب کې د پوځي الوتکې غورځیده له کبله دوه پایلټان وژل شوي وو.